تاند – د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې روغتیايي سرچینې وايي چې دوی ته د جګړې له سیمو ۱۹ جسدونه ور انتقال شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو تېره شپه د دغې ولسوالۍ د ترۍ بند په سیمه د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې ۱۹ افغان سرتیري وژل شوي او یو ملکي وګړی او ۱۶ افغان سرتېري ټپیان شوي دي.
د هسکې مېنې د روغتیایي کلینیک ډاکتر شین ګل انتظار ویلي چې بېګاه شپه تر د نن ورځې ناوخته پورې جګړه نښتې وه او نن له غرمې وروسته د وژل شویو سرتیرو جسدونه روغتون ته ور انتقال شوي دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اجمل عمر ویلي چې د جنګ دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او په هسکه مېنه کې درې امنیتي پوستې هم د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلي دي.
له دې سره سم د ننګرهار په پچیر اګام ولسوالۍ کې تېره شپه د دواړو لوریو له خوا جګړې شوي چې په کې د درنې مرګ ژوبلې راپورونه ورکول شوي دي.
وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې چې د ننګرهار په هسکه مېنه او پچیراګام ولسوالیو کې یې ۱۶ امنیتي پوستې نیولي، لسګونه افغان ځواکونه یې وژلي او ګڼ شمې درنې او سپکې وسلې د دوی لاسته ورغلي دي.