Homeخبرونهبې پولې خبریالان: نړیواله محکمه دې د افغان خبریالانو د وژنو قضیې...

بې پولې خبریالان: نړیواله محکمه دې د افغان خبریالانو د وژنو قضیې وڅېړي

تاند — د بې پولې خبریالانو ټولنې په افغانستان کې د وژل شویو خبریالانو له نړیوالې محکمې غوښتي، چې د افغان خبریالانو پر وړاندې رامنځته شوې کرکه، جنایت او وحشت وڅېړي.

دغې بنسټ د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوی څارنوال فاتو بېنسودا غوښتي چې د ۲۰۲۰ له مارچ را په دې خوا د افغان خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو د وژنو د قضیو په اړه څېړنه وکړي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې نن چهارشنبه/ د جوزا ۱۲مه/ په یوه بیان کې ویلي چې په یاده موده کې د بېلابېلو ولایتونو یوولس خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي. د دې وژنو مسؤل وسله والې ډلې بلل شوي چې طالبان یې په سر کې دي.

دې سازمان د دې وژنو مسؤل وسله والې ډلې بللي چې طالبان یې په سر کې دي او زیاته کړې یې ده چې له دوی سره په دې اړه کره او دقیق معلومات شته.

دا ټولنه وایي چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې سل خبریالان د خپل کار او مسلک په خاطر وژل شوي دي چې ۱۶ په کې بهرنیان دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل صدیق الله توحیدي د بې پولې خبریالانو دا هڅه ستایلې، خو له زیاتوي چې له دې مخکې هم د رسنیو ملاتړ ادارو ورته اندېښنې په ډاګه کړي، مګر تر دې دمه بې پایلې پاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

مقدمه موضوع این مقاله عمدتاً در مورد هنر است، ولی مفهوم زیبایی خود بخود وابسته به آن است. متاسفانه در افغانستان درین اواخر بنا...