Homeخبرونهچارواکي: ننګرهار کې ۱۴۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي: ننګرهار کې ۱۴۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( چهارشنبه، د جوزا ۱۲ مه)  د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په پچیراګام او هسکه مینه ولسوالیو کې د افغان ځواکونو د هوایي او توپچي بریدونو په ترڅ کې چې نن تر سره شوي ۱۴۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هسکې مینې او پچیراګام ولسوالیو په مربوطاتو کې نن ورځ د هوایي او توپچي بریدونو په پایله کې د ګڼ شمېر پاکستانیانو په ګډون ۹۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

د معلوماتو له مخې په هسکه مینې ولسوالي کې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

خبرپاڼه وایي، همدا راز د پچیراګام ولسوالي په ګیره خېلو او د تورې بوړې په ناصرو، شینکۍ او ګنداو سیمو کې د نن ورځې هوایي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې د درې سرګروپانو په ګډون ۷۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.

د ننګرهار ولایت مقام ادعا کوي چې په وژل شویو او ټپيانو کې یې اکثریت پاکستاني اتباع دي.

سرچینه کاږي، وژل شوي سرګروپان انصارالله اورګزی، سپینی او یوسفي نومیږي چې د هوایي برید په پایله کې وژل شوي دي.

د سرچینې په وینا، د وسله والو مخالفینو له حضور څخه د سیمې د پاکولو په موخه اوس هم بریدونه جریان لري.

د ننګرهار امنیتي چارواکي داسې مهال طالبانو ته د دغه مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي چې نن سهار شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې مربوطاتو کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پر موټریز کاروان موټر بم برید تر سره شو.

د ملي امنیت له ۰۲ قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه برید اکثریت قربانیان ملکي وګړي وو.

خبرپاڼه وایي، په دغه ترسره شوي برید کې دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول او د دریو سرتېرو په ګډون ۱۴ تنه ملکي وګړي ټپیان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...