جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهڅرنګه رواني فشار اداره کولی شو؟

څرنګه رواني فشار اداره کولی شو؟

د دې لیکنې لیکوال (ښاغلي سمون تصمیم) په هند کې د ارواپوهنې ماستري اخیستې او د ارواپوهنې په برخه کې ستاسو پوښتنو ته په تاند کې ځواب وايي. که د رواني یا نفسیاتي ستونزو په اړه پوښتنه لرئ، په دې پته ([email protected]) یې راولېږي چې ښاغلی تصمیم ځواب درکړي.

————————————

په نني عصر کې چې ستونزې د ورځني ژوند یوه لویه برخه ده د رواني فشار اداره کول د انسانانو لپاره یو ضروري مهارت دی ترڅو وکولای شي خپلې ستونزې حل کړي ، په خپل ژوند پوره کنترول ولري او لا ډېرې لاسته راوړنې ولري.

ټول انسانان تر یو حده تر رواني فشار لاندې دي، هیڅوک ترې خلاص نه دی، کله په لوړه کچه او کله هم په ډېره ټيټه کچه. اکثراً داسې ګڼل کېږي چې د رواني فشار د کمښت او ادارې لپاره څه نه شو کولای. ستونزې به لا پسې ډېرېږي، کارونه خلاصی نه لري، د کورنۍ او کار مسؤلیتونه تل پاتې دي. خو تاسې پر خپل ژوند تر هغه څه چې فکر کوﺉ ډېر کنترول لرﺉ. په حقیقت کې کله مو چې دا ومنله چې تاسې  د خپل ژوند کنترول په لاس کې اخیستی دی، تاسې د رواني فشار په کمښت کې لومړی قدم اخیستی  او همدا مو د رواني فشار د اداره کولو بنسټ ګرزیدلای شي. د رواني فشار اداره کول د افکارو، عواطفو، دندو او ستونزو اداره اخیستل دي.موږ باید فشار ته اجازه ورنه کړو چې زموږ د لاسته راوړنو مخنیوی وکړي او د فشار له کبله ونه توانېږو چې خپل ژوند کنترول کړو.

رواني فشار څه ته واېي؟

رواني فشار د بدن فزیکي، روانی او عاطفی غبرګون دی چې د هغو پیښو او حوادثو پر وړاندی ظاهرېږي چې د انسان د وېرې، قهر او هیجان باعث ګرزي او پر بدن فشار واردوی.

د رواني فشار لاملونه

رواني فشار د ښو او بدو حوادثو په نتیجه کې را منځ ته کېدای شي. تغیرات د رواني فشار عمده لامل دی، ښه تغیر وي او که بد، فشار منځ ته راوړی. د مثال په ډول د ماشوم پیدایښت رواني فشار منځ ته راوړلای شي، په عین حال کې د کاري محیط د مسوولیتونو پوره کول هم د رواني فشار لامل کیدای شي. د کور د یو غړي لپاره د کلیزې د محفل تنظیمول هم ستونزمن ثابتېدلای شي. په لنډ ډول ویلای شو چې هر هغه څه چې د فزیکي او عاطفي غبرګون باعث ګرزي رواني فشار منځ ته راوړلای شي.

د رواني فشار اداره کول

د رواني فشار اداره په ژوند کې د فشار د سرچینې د پیدا کولو څخه شروع کېږي. خو د سرچینې پیدا کول یو ستونزمن کار دی، اصلی سرچینې هرکله هغه څه چې مونږ فکر کوو نه وي او ډېر په آسانۍ سره مو اصلي سرچینې له نظره پټېږي. تاسې به ډاډه یاست چې د کار محیط ستاسې د رواني فشار لامل دی خو کیدای شي اصلی لامل ستاسې کارونو ته ځنډ ورکول وي نه د کار زیاتوالی.

ددی لپاره چې اصلي سرچینه پیداکړﺉ باید خپل عادتونه، کړنې او بهانې په دقت سره په لاندې ډول وڅیړئ:

–   آیا رواني فشار یوه موقتي او تېرېدونکې ستونزه ګڼﺉ؟ د مثال په ډول یو څوک وایي “زه همدا اوس په سلګونو کارونه لرم.” سره له دی چې دا یي هم په یاد نه ده چې کله لږ آرام و.

–    آیا رواني فشار د خپل کار او کورنۍ یوه برخه ګڼﺉ؟ یو څوک وایي “زه تل د داسې ستونزو سره مخ یم.” او یا یي د خپل شخصیت یوه برخه ګڼي. بل څوک وایي “زه تل تر فشار لاندې یم، د خلاصون لاره نه لرم.”

–   آیا د خپل فشار پړه په نورو خلکو او یا پېښو اچوﺉ او یا رواني فشار یو نورمال حالت درته ښکاري؟

ترڅو مو چې په فشار کې خپله برخه نه وي معلومه کړې تاسې  د خپل رواني فشار کنترول په واک کې نه شﺉ اخیستلای.

د رواني فشار د اداره کولو سمې لارې:

د رواني فشار د اداره کولو لپاره ډېرې لارې موجودې دي خو دا ټولې لارې بدلون ته اړتیا لري. تاسې  یا خو وضعیت ته بدلون ورکولای شﺉ او یا هم باید خپل غبرګون ته بدلون ورکړﺉ. د بدلون د راوستلو لپاره کولای شﺉ د ذکر شوو څلورو لارو په اړوند فکر وکړﺉ: مخنیوی کول،  بدلون راوستل، د چاپیریال سره برابري او موافقه کول.

انسانان د رواني فشار په وړاندی څانګړي غبرګونونه لری، په همدی دلیل یوه لاره چې ټول په ځان کې راونغاړي نه شته، د مختلفو اشخاصو لپاره بېلې لارې مناسبې او موثرې وي. ځکه باید مختلفې لاری وآزمايل شي او مناسبه لاره غوره شي.

د غیر ضروری رواني فشار مخنیوی:

ټول رواني فشارونه د مخنیوي وړ نه وي، د ځینو رواني فشارونو مخنیوی ممکن دی. د هغو فشارونو شمیر چې د مخنیوي وړ دي حیرانوونکی دی. د دې ډول رواني فشارونو د ادارې عمده طریقې په لاندی ډول دي:

د “نه” ویلوطریقه: خپل حد تعین کړئ او د هغې پابند اوسئ. په شخصی او مسلکی ژوند کې تر خپل توان پورته مسوولیت منل او بیا د مسوولیتونو په سرته رسولو کې ناکاميدل رواني فشار ته زمینه برابره وي.

له هغه کسانو څخه چې تاسو د ستونزو سره مخامخ کوي اړیکه نه نیول: هغه اړیکې چې تاسې خپه کوي او یا مو د ستونزو سره مخامخ کوي لومړی محدودې کړئ او که ممکنه وي دا اړیکې پاې ته ورسوئ.

د خپل چاپیریال کنترول په واک کې اخیستل: که د مختلفو رسنیوخبرونه مو د اندیښنی سبب ګرزي له لوستلو او اورېدلو څخه ېي ډډه وکړئ. که ترافیکی ګڼه ګوڼه مو ذهني وضعیت ترینګلی کوي داسی لاره انتخاب کړئ چې لږه ترافیکي ګڼه ګوڼه ولري.

د ستونزمنو بحثونو څخه ډډه کول: که په اجتماعي او یا سیاسي بحثونو کې آرامه نه یاست، له داسې بحثونو څخه ځانونه وساتئ او د هغو خلکو څخه چې داسې بحثونه کوي لرې والی غوره کړئ.

د خپلو ورځنيو کارونو محدودول: خپل مهال ویش، مسوولیتونه او ورځني کارونه بیا وڅیړئ او غیر ضروری کارونه او مصروفیتونه ترې کم کړئ. هغه څه چې هرومروباید وشي او هغه څه چې استعجالیت ونه لري ترمنځ یې توپیر راولئ ، لومړیتوبونه مو تعین کړئ او پرې پابند اوسئ.

په وضعیت کې بدلون راوستل

که ځينې وضعیتونه د مخنیوي وړ نه وي او تاسو ځوروي نو کوښښ وکړئ چې بدلون پکې راولئ. داسی بدلون چې په راتلونکي کې د ستونزو د بیا څرګندېدو مخنیوی وشي. ډېر کله دا د خلکو سره د افهام او تفهیم په کړنلاره کې بدلون ته اړتیا لري لکه:

–   خپل احساسات ښکاره کول: که د چا کوم عمل مو ځوروي خپلې اندیښنې ورته په آرامه توګه ښکاره کړئ. که خپل احساسات څرګند نه کړئ ستاسو په وضعیت منفي تاثیر اچوي او رواني فشار مو زیاتېږي.

–   د ډېرو خلکو سره نېکې اړیکې ټینګول: کله چې موږ د بل چا څخه د بدلون تمه لرو نو خپله هم باید بدلون ته چمتو اوسو. که له دواړو طرفو څخه نرمښت وښودل شي نو دواړو خواوو ته پراخه ګټې لري.

–   مثبت او ټاکلی دریځ اختیارول: د خپلو ستونزو حل خپله او د دوستانو سره ولټوئ. کوښښ وکړئ ستونزې مو پیشبینی کړئ. د بېلګې په توګه که تاسې  مهمه آزموینه لرﺉ نو د درس د یادولو پلان له پخوا څخه شروع کړئ.

–   خپل وخت په سمه توګه تقسیمول: پلان نه لرل او د وخت بې ګټې ضایع کول د رواني فشار یو عمده لامل کیدای شي. کله چې د کار ضرب الاجل رانېږدې کېږي شخص د وارخطایۍ سره مخامخ کېږي. خو که د مخه مو پلان نیولی وي نو د وخت څخه په موثر ډول ګټه اخیستلای شي.

ځان له چاپیریال سره برابرول

که د رواني فشار لاملونو ته بدلون نه شﺉ ورکولای خپل ځان د چاپیریال سره برابر کړئ. تاسو په هر صورت ځان د چاپیریال سره برابرولای شﺉ. مګر د چاپیریال سره د ځان د برابرولو لپاره د لاندې طریقو څخه ګټه اخیستل ضروري دي:

–     په ستونزوغور کول: ستونزمن حالت د ځان د پاره آسان وګڼئ لکه د ترافیکي ګڼې ګونې سره د مخامخ کېدو په صورت کې باید شخص پراخه حوصله ولري، د شورماشور پرځای ځان سره فکر وکړئ چې څنګه د ستونزې څخه ځان خلاص کړﺉ او یا د خپلې خوښې موسیقي واورئ.

–     اوږد مهاله پیشبیني کول: که دیو رواني فشار منځ ته راوړونکي حالت ته تاسو په اوږد مهاله نظر ګورﺉ، او په دی حالت کې کومه ګټه لاس ته نه درځي نو انرژی مو په بل مثبت حالت مصرف کړئ.

–    د ځان لپاره د کړنو معیارونه د خپل توان په اندازه ټاکل: د کار هر اړخیز تکمیل لپاره هڅه د رواني فشار یو عمده لامل دی. په داسې هڅه کې ستونزمن اهداف د ناکامۍ سبب کیدای شي، ځان ته مناسب معیارونه وټاکئ ترڅو بریالیتوب لاس ته راوړﺉ.

–    د موضوع ګانو د حل په هڅه کې د ځینو فشارونو څخه نه متأثر کیدل: کله چې درواني فشار لاندې راغلﺉ، خپل تیر ژوند ته په نظر اچولو سره هغه څه در په یاد کړی چې تاسو ته د اهمیت وړ دي او بریالیتوب مو پکې وینﺉ، دا کړنلاره به تاسې  سره د مقابلې په لاره کې ډېره مرسته وکړي.

د رواني فشار سره د مجبوریت له کبله موافقه کول

د رواني فشار ځینې لاملونه د مخنیوي وړ نه وي. تاسې  د هغه رواني فشار په اړه چې د یو دوست د مړینې په نتیجه کې یا د یوې مزمنې ناروغتیا څخه منځ ته راځي څه نه شﺉ کولای. په داسی حال کې د داسې فشارونو سره د مقابلې مناسبه لار د داسې فشارونو منل دي، د فشار منل طبعاً ستونزمن کار دی خو په اوږد مهال کې ګټورې لاسته راوړنې لري.

–     هغه څه چې د کنترول امکانات ېي برابر نه وي هڅه ېي مه کوﺉ: په ژوند کې ډېر څه په ځینی وختونو کې د کنترول وړ نه وي، په خاص ډول د نورو کړه وړه، د داسې مسایلو په اړه د اندیښنې پرځای په هغه څه تمرکز وکړﺉ چې ستاسې په واک کې دي لکه د نورو ناسم سلوک ته ستاسې غبرګون.

–    د ستونزو پر مثبت اړخ باندې تمرکز کول: یو ښه متل دی “چې مړ ېي نه کړې، پیاوړی ېي کړې”. د ژوند ستونزې  د انسان د پیاوړتیا سبب ګرځي، ستونزو ته باید د پیاوړتیا په توګه وکتل شي. که د فشار په منځ ته راتلو کې، مسؤلیت د چاخپل وي نو د تیروتنو څخه باید عبرت واخیستل شي ترڅو په راتلونکي کې ېي د تکرار مخنیوی وشي.

–    دوستانو سره د احساساتو شریکول: د خپلو نږدی ملګرو سره خپل احساسات شریک کړﺉ او که اړتیا وي نو د مسلکي ارواپوه څخه مرسته وغواړئ. د احساساتو بیان د دوستانو سره ډېر ګټور ثابتیدلای شي که څه هم لږ بدلون وي.

–    د ډېرو مسایلو په هکله بخښنه کول: دا یو څرګند حقیقت دی چې هرڅه په تکامل کې دي. قهر، کرکه او خپګان پریږدﺉ او د عبث انرژۍ مصرفول د بخښنې د فرهنګ سره له منځه یوسی.

لکه چې و مو لوستل د رواني فشار لاملونه مثبت او یا هم منفي کیدای شي، د دی لاملونو په پیدا کولو سره کولای شﺉ د خپلو خواصو او ضرورتونو سره سمه کړنلاره وټاکئ او د رواني فشار کنترول په خپل واک کې واخلئ. عمده ټکی دا دی چې د رواني فشار اصلی منابع وپیژنئ او د کنترول لپاره ېي مناسبه کړنلاره خپله کړئ.

هرڅومره چې د رواني فشار په کنترول کې تجربه حاصلوﺉ په همغه کچه به مو د رواني فشار په کنترول کې وړتیا لوړېږي او په ژوندانه کې به مو د رواني فشار کچه را ټیټېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب