جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزدعدم تشدد د نظريې سرلاري

دعدم تشدد د نظريې سرلاري

ليکنه او راټولونه: محبوب الله خان

سريزه:

عدم تشدد ،عدم خشونت او نان وايلنس (Noun Violence) درې متراديفې كليمې دي چې په بېلابېلو ژبو كې يوه مانا لري. زما په اند دعدم تشدد نظريه له هغه وخته رامنځته شوې ده چې له كله نه انسان په دې نړۍ كې ژوند پيل كړى دى، كه داسې ووايو چې عدم تشدد هغه څه دى چې يو انسان د كوم سپېڅلي او سترهدف دلاسته راوړلو په خاطر دبل انسان د ظلم او زور زياتي په مقابل كې له زغم څخه كار واخلي. له زغم څخه كار اخيستل هم يو ډول مبارزه ده او دغه مبارزه بيا په دوه ډوله ده چې يوه يې شخصي او بله  هغه يې ټولنيزه  ده. د عدم تشدد د نظريې پر لاره تلل د انساني تكامل پر لاره تلل دي. كه موږ دنړۍ مذهبي او اسلامي تاريخ ته وګورو نو ټولو پيغمبرانو او مذهبي لارښودانو د سترو انساني موخو دترلاسه كولو په خاطر د مقابل لوري له خوا د زور زياتي په مقابل كې له زغم څخه كار اخيستى  دی ، همدارنګه له بېلابېلو پړاوونو تېر شوي او د يوه كامل انسان په توګه را څر ګند شوي دي. درنو لوستونکو ددې لپاره چې ددې فلسفې يو څو سر لاري وپېژنو نو په همدې هيله  غواړم چې دعدم تشدد دنظريې څلور ستر سرلاري تاسې ته په لنډه توګه معرفي کړم.

مارتين لوټر كينګ:

 مارتين لوټرکېنګ پر ۱۹۲۹زېږديز کال د جنوري پر ۱۵مه نېټه د امريکا په جيورجيا ايالت کې وزېږې. تر ښوونځي بشپړولو وروسته پوهنتون ته ولاړ او له مورهاوس له کالج نه يې د ټولنپېژندنې په برخه کې لېسانس واخيست، خو په دې برخه کې په نورو زده کړو  کړو لپاره بريالی نه شو، هغه د يېل په پوهنتون کې يې د شمول اجازه ترلاسه نه شوه کړای او دې ته اړشو چې په پنسلوانيا کې د مذهب پېژندنې په پوهنتون کې د الهياتو په برخه کې زده کړو ته دوام ورکړي او بالاخره پر ۱۹۵۵ کال يې له بوستن  پوهنتون څخه دکتورا واخيسته. پر دې مهال ډاکترلوټرکېنګ د الاباما د مونتګومري په يوه کليسا کې د کشيش په توګه کار کاوه.

هغه د يوه مذهبي مشر په توګه د عدم تشدد لاره غوره کړه، خلک يې پرځان راټول کړل او په امريکا کې يې دتورپوستو د  مدني حقونو لپاره  يې بريالۍ مبارزه پيل کړه. هغه له ۱۹۵۷نه  تر ۱۹۶۸  پورې په امريکا کې دننه ډېر سفرونه وکړل او زرګونه ويناوې يې وکړې. پر ۱۹۶۴ کال ورته دسولې نوبل جايزه ورکړل شوه او دعدم تشدد دغه ستر مبارز پر ۱۹۶۸ کال د ۳۹ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

  مهاتما ګاندي:

 د ګاندي اصلي نوم موهن داس کرم چندو اوپر۱۹۶۸ کال  د هند په بمبيي وزېږېد او د مهاتما لقب چې دسانسکريت ژبه کې د سترې اروا مانا لري،  په لومړی ځل د هند د سترليکوال رابندرانات  ټاګور له خوا هغه ته ورکړل شو. د ګاندي بل لقب بپو دی چې په ګجراتي ژبه کې د پلار مانا لري. ګاندي ته په هند کې رسماً د ملت دپلار لقب ورکړل شوی دی  او داکتوبر دوهمه نېټه چې د هغه د زېږېدو ورځ ده  په هند کې د ملي رخصتۍ په توګه نمانځل کېږي. ګاندي د عدم تشدد له لارې د مبارزې طرح لومړی ځل په جنوبي افريقا کې د مدني حقونو لپاره د هندوانو د ټولنې د مبارزې په ترڅ کې مطرح کړه. پر ۱۹۱۵ کال کې هندوستان  ته له را ستنېدو وروسته يې  په هند کې د ځمکو د لوړو ماليو او تبعيض پرضد د کروندګرو، او ښاري کارګرانو مبارزې تنظيم کړې.

پر ۱۹۲۱ کال کې د هند د ملي کانګرس د مشر په توګه ترغوره کېدو وروسته ګاندي د ټول هېواد په کچه د بېوزلۍ د له منځه وړلو، د ښځو د حقونو، د مذاهبو او قومونو د ګډ سوله ييز ژوند، د خلکو د خاصو ډلو د نجس ګڼلو د ختمولو او له اقتصادي پلوه پرځان د اتکا لپاره هڅې پيل کړې، خو ددې ټولو په سر کې له برتانوي استعمار څخه د هندوستان د خپلواکۍ د ګټلو ستر هدف پروت و.

هغه مهال په هند کې د وطنپالوازادي غوښتونکو داسې ډلې هم وې چې د برتانوي استعمار پرضد يې وسله پورته کړې وه  خو ګاندي پردې ډلو کې هم خپل نفوذ درلود او هڅه يې کوله چې دا ډلې له تشدد څخه لاس واخلي.

د ګاندي د عدم تشدد د مبارزې يو مثال د ۱۹۳۰ کال په مارچ کې د څلور سوه کيلومتره په واټن پراخ سوله ييز لاريون و. دا لاريون په تاريخ کې د مالګې د مارش په نوم ثبت دی چې د هند د خپلواکۍ په مبارزه کې يې ټاکونکې ونډه لرله او په هندکې د برتانوي استعمار پرضد د سوله ييز مقاومت پيل ګڼل کېږي.

د اسلام په اړه به ګاندي ويل چې د حضرت محمد(ص) ويناوې، نه يوازې د مسلمانانو، بلکې د ټول بشريت لپاره د حکمت او معرفت يوه سرچينه ده. د ژوند په وروستيو کلونو کې چې کله  له هغه پوښتنه وشوه چې ايا تاسې يو هندو ياست؟ هغه ځواب ورکړ، هو زه يو هندو يم، زه يو مسلمان يم، زه يو عيسوی، يو بودايي او يو يهود يم. ګاندي تر دخپل ژوند ترپايه مبارزې ته دوام ورکړ او دهندوستان تر خپلواکۍ وروسته پر ۱۹۴۸ کال دجنوري پر ۳۰ نېټه دخپل يوه مخالف له خوا ووژل شو.

 نلسن منديلا:

نلسن منډېلا د ۱۹۱۸ زېږديزکال د جولای پر ۱۸ مه نېټه د جنوبي افريقا په يوه واړه کلي کې وزېږېد.  پلار يې يو قومي مشر و. دهغه نوم په ماشوم توب کې رولي هلاهلا و او خپلې کورنۍ يوازينی ماشوم و چې په اوه کلنۍ کې ښوونځي ته ولاړ. د نلسن نوم  يې د ښوونکي له خوا ور ته ورکړل شو ځکه چې  اصلي نوم تلفظ د هغه لپاره ګران کار و.
منډيلا پر ۱۹۴۱ زېږيز کال کې د پوهنتون تر بشپړولو و وروسته د لومړي ځل لپاره متوجه شو چې په جنوبي افريقا کې د تورپوستو پر وړاندې د حاکمو سپين پوستو له خوا لوی تبعيض روان دی.
تر دې وروسته منډېلا د افريقا د ملي کانګرس په غونډو کې چې په دې هېواد کې يې د ډيموکراسۍ لپاره مبارزه کوله ګډون پيل کړ.

هغه مهال  په جنوبي افريقا کې د سپين پوستو او تورپوستو سيمې بېلې وې. له مزدورانو پرته نور تورپوستکي او ماشومان يې د سپين پوستو هوټلونو، ښوونځيو او د راټولېدو نورو ځايونو ته نه شوای ننه وتلای او د هغو په سيمو کې يې د استوګنې يا هلته د ننوتو اجازه نه لرله.

پر ۱۹۴۸ کال چې د افريقا د ملي ګوند په نوم د سپين پوستو ګوند د حکومت واګي په لاس کې واخيستې اپارټايډ يا نژادي توپير د دې هېواد د حکومت رسمي پاليسي شوه.

تردې يوکال وروسته د افريقاملي کانګرس عدم تشدد د خپلې مبارزې د بنسټ په توګه غوره کړ او د حکومت پر وړاندې يې له وسله وال مقاومت پرته د ملکي بې اطاعتۍ کمپاين پيل کړ.

په ۱۹۵۲کال د منډېلا ګوند د دولت له غيرعادلانه قوانينو سرغړونه اعلان کړه او منډېلا ددې اقداماتو ملاتړ ته د خلکو د هڅولو په مقصد د هېواد بېلابېلو سيمو ته سفرونه پيل کړل.

خو حاکم نظام هم د منډېلا د سفرونو د مخنيوي لپاره اقدامات پيل کړل او په هر راز غونډو کې يې د هغه پر ګډون بنديز ولګاوه.

حکومت په دې پوه شوی و، چې د غيروسله وال مقاومت په ليکو کې داسې يو مشر شته چې دوی بايد په دوامدار ډول څارنه پيل وکړي.

پر ۱۹۵۶ کال دجنوبي افريقا  حکومت منډېلا او يوسل او پنځوس فعالان ملګري زندان ته واستول. منډېلا څلور کاله خپلې محاکمې ته انتظار ووېست چې په پای کې يې خوشې شو. تر دې وروسته يو ځل بيا د پنځه کلونو لپاره بندي شو.
منډېلا په محکمه کې د خپل ځان له دفاع څخه ډډه وکړه، ځکه دده په نظر دا د اپارټايد حکومت ته د مشروعيت ورکولو په مانا وه. محکمې  د دولت د راپرزولو لپاره د هڅو په تور په دايمي بند  محکوم کړ. ده د خپل بند ۲۷ کلنه دوره د روبين په ټاپو کې چې د کېپ ټاون په اوه ميله واټن کې پروت دی تېره کړه. خو د زندان له پنجرو بهر د خلکو مبارزو دوام درلود. منډېلا نه يوازې په زندان کې له خلکو هېر نه شو، بلکې په جنوبي افريقا کې د اپارټايد پر ضد د مبارزې په يوه سمبول بدل شو.

پر ۱۹۹۳ کال هغه ته دسولې نوبل جايزه ورکړل شوه. له ۱۹۹۴ نه تر ۱۹۹۹ پورې دجنوبي افريقا د ولسمشر په توګه وټاکل شو. ښاغلی نلسن منډېلا اوس هم ژوندی دی او د جنوبي افريقا دملت پلار وياړ ورپه برخه دی.

خان عبدلغفار خان  يا با چا خان:

باچا خان د۱۸۹۰ زېږديز كال دجنوري په ۲۰ نېټه د پښتونخوا داتمانزو په سيمه كې وزېږېد ، نوموړى همدارنګه د سرحدي ګاندي ، باچا خان او فخر افغان په نومونو باندې هم مشهور دى.ارواښاد پر ۱۹۱۰ زېږديز کال په خپله سيمه کې دماشو مانو د زده کړو لپاره په مسجد کې ښوونځی جوړ کړ او ددې تر څنګ يې دخپلو خلکو دټولنيز پرمختګ لپراه هلې ځلې هم پيل  چې دا کار دهغه وخت د انګريز حکومت لپاره دمنلو وړ نه و.

هغه پر ۱۹۲۸ کال دپښتنو يوه جرګه جوړه کړه اوتردې يو کال وروسته يې دپښتون په نوم يوه جريده هم رامنځته کړه او په همدې کال يې  د خدايي خدمتګارو دتحريك بنسټ کېښود .باچاخان هغه مهال د انګرېزانو تر ولکې لاندې هند کې دعدم تشدد ديوه بل سر لاري مهتما ګاندي سره له ملګرتيا درلوده او په ګډه يې دهندوستان دخپلواکۍ لپاره مبارزه کوله. باچا خان دعدم تشدد دنظريې يا فلسفې هغه سر لاری و چې ټول عمر يې دخپلو خلکو او پښتنو د راويښېدو لپاره کار وکړ او له همدې امله يې دخپل عمر ډېره برخه يې په جيلونو او بنديخانو کې تېره کړه. باچا خان د عدم تشدد دنظريې يوستر  سرلاری په توګه پر ۱۹۸۸ زېږديز کال دجنوري پر شلمه نېټه په پېښور کې وفات او د هغه دوصيت له مخې په جلال اباد کې خاوروته وسپارل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب