شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان یو ځل بیا د افغان سولې په اړه د همکارئ ډاډ...

پاکستان یو ځل بیا د افغان سولې په اړه د همکارئ ډاډ څرګند کړ

تاند ( سې شنبه، د جوزا ۱۱ مه)  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد سره د افغان سولې او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان یو ځل بیا ویلي چې له افغان سولې سره بشپړه او صادقانه همکاري کوي.

خبرپاڼه وایي، په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د هېواد د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د سولې ملاتړي دي او په هېڅ صورت نه غواړي چې څوک په زور او له نظامي لارو ځان واک ته ورسوي.

د سرچینې په وینا، منصور احمد خان ویلي افغان جګړه د خبرو له لارې پای ته رسېدلی شي او طالبانو ته هم په کار ده چې پر مذاکراتو تمرکز ډېر کړي.

خبرپاڼه همدا راز زیاتوي چې په دې ناسته کې حنیف اتمر ویلي چې افغان سوله د ټولې سیمې د پرمختګ او ثبات لپاره مهمه ده له همدې امله پاکستان ته په کار ده چې له دې بهیر سره صادقانه او عملي همکاري ډېره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني هم تېره ورځ د پيکو کنفرانس په څنډه کې له خپل پاکستاني سیال اسد قیصر سره لیدلي و.

د ولسي جرګې د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سولې پروسه کې د پاکستان پر رول، د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګرۍ پراختیا کې د پیکو کنفرانس پر رول او افغانانو ته د ویزو د ورکړې برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب