دوشنبه, مې 13, 2024
Home+سپوتنیک واکسین او د کرونا واکسین پر سر سیالي

سپوتنیک واکسین او د کرونا واکسین پر سر سیالي

شننه: عبدالله لغمانی ||
نړۍ د COVID-19 د خپریدو  په برخه کې له جدي بحران سره مخ ده. د وایروس له پيله  هیوادونه دې ته اړ شوي دي  چې خپلې پولې په بشپړ يا نيمه ډول وتړي ، په هېوادونو کې دننه يې ګرځبنديز او قرنتينونه سخت کړي او  د بیرون څخه راتلونکي واردات او چارې يې محدودې کړې دي.  هېوادونه هغه حیاتي محصولات چې له نورو هېوادونو څخه یې واردوي يا بند او يا له سخت څار او کنترول وروسته ورته د خرڅلاو اجازه ورکوي. د ډیری هیوادونو اقتصادي حالت  د دې جوګه نه دی چې د دې سخت ګوزار پر وړاندې مقاومت وکړي او د زياتو هېوادونو اقتصادي سيستمونو ته یې سخت ګوزار ورکړی او په نيم ژواندي حالت کې قرار لري.
نن سبا تر بل هر وخت د نړيوالو دا انساني مسووليت دی چې په دې بحراني حالاتو کې د ځاني ګټو په فکر کې نشي او په بې پرې ډول له دې وايروس څخه د انسانانو د خلاصون او له مرګ څخه د ژغورنې لپاره له غريبو هېوادونو سره د واکسين مرسته وکړي او چې د هر هېواد څومره په توان کې وي د واکسين په برخه کې له غريبو او بې وزلو ولسونو سره مرسته وکړي، ځکه نن سبا د هر هېواد ناورين او مشکل د ټولې نړۍ ناورين او مشکل دی او د هرچا مسووليت جوړېږي چې د حل په موخه یې مټې راونغاړي.
تر دې شېبې پورې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ساينسي او طبي مرکزونو او پوهنتونونو لخوا په لسګونو ډوله  کرونا واکسينونه تر جوړېدو لاندې دي چې هغه واکسینونه چې کلينيکي مراحلو ته رسېدلي له شپېتو څخه اوړي او عملآ یې په لومړۍ مرحله کې په محدود شمېر انسانانو د ازموينې پړاونه پیل شوې دي او نور تر ۱۷۰ زيات ډولونه یې لا کلينيکي يا په انسانانو باندې د ازموينې لومړۍ مرحلې ته نه دي رسېدلي او تراوسه يوازې په حيواناتو باندې ازمويل کېږي.
د روغتيا نړيوال سازمان له ټولو هغو څېړنيزو کمپنيو، پوهنتونونو او ادارو سره په ګډه هڅه کوي چې د کرونا ناروغي پر وړاندې د واکسين توليدلو پروسه تېزه کړي د COVAX په نامه اداره چې د نړۍ ۱۹۸ هېوادونه یې غړيتوب لري رامنځته شوې ده چې اغېزمن او خوندي واکسينونه توليد کړي او بيا یې د نړۍ د هېوادونو په خلکو په عادلانه ډول وويشي، خو تر اوسه پورې تر ټولو اغيزمن او خوندي ۴ ډوله واکسينونه په نړۍ کې تر نورو واکسينونو مخکې او نړيوال تاييد یې ترلاسه کړی دی چې په هغو کې د روسيې (سپوټنيک – وي) واکسين، امريکايي- جرمني فایزر بیو این ټیک. امریکايي موډرينا، امریکايي جانس انډ جانس او بریتانیايي اسټرازينکا کرونا واکسينونه يې نامتو دي.
لومړی به په دې ليکنه کې د روسيې په (سپوټنيک وي) واکسین وغږېږو:
 روسيه کې د (سپوټنيک – وي) واکسين په مرسته اوس د کرونا پېښې د کمېدو په حال کې دي او د خپل ټول نفوس ۱۰ فيصده روسان بشپړ (دوه ډوزه) واکسين شوي دي او د ۲۰۲۱ کال تر مني پورې پلان لري چې د بالغ نفوس ۶۰ فيصده روسان واکسين کړي چې په دې سره به د کرونا خطر تر ډېره په دې هېواد کې راټيټ شي او خلک به د وايروس پر وړاندې معافيت ولري.
همدارنګه په نږدې راتلونکې کې د روسيې په سينټ پيټرزبورګ ښار کې د نړيوال اقتصادي فورم غونډه هم په حضوري ډول په پلان کې ده چې وښيي چې نور روسيه د کرونا له بحران څخه وتلې ده او د غونډې ګډونوال چې اروپايي اتحادیې هیوادونه ، منځني ختیځ ، آسیا – آرام سمندر سیمه او نور د سیاسي او سوداګري چاپیریال استازي دي اجنډا یې په نړيوالو وبايي او کرونايي حالاتو کې د بشپړ اقتصادي ، سیاسي او ساینسي تعامل رامینځته کول دي او په راتلونکي کې د راپورته کیدونکي کړکیچونو کې د جوړجاړي لټون ، د تجربو تبادله او يو له بل سره مرسته ده.
په دې غونډه کې کېدای شي د افغان دولت استازي هم ګډون وکړي، له دوی څخه هيله ده چې له روسيې څخه د (سپوټنيک – وي) واکسين د مرستې غوښتنه وکړي ترڅو هېوادوال ددې مرګوني وايروس پر وړاندې معافيت پيدا کړي او د سپين ږيرو او له جسمي پلوه د کمزور هېوادوالو د مړينې کچه راټيټه شي. ځکه نن سبا د واکسينونو  په دې ګرم بازار کې د هر هېواد دولت هڅه کوي چې منل شوي او اغېزمن واکسينونه يې له توليدونکو هېوادونو يا وپېري او يا یې د سياسي ملګرتيا له مخې له ډونر هېواد څخه د مرستې په توګه واخلي او خپلو هېوادوالو ته یې تزريق کړي.
د واکسينونو په دې خرڅلاو او ګټو وټو کې خبره تر دې ځايه رسېدلې چې اوس د نړۍ هېوادونه يو د بل پر وړاندې درېدلي دي او په نورو هېوادنو فشار راوړي چې د دوی جوړ کړی او توليد کړی واکسين وپېري، په دې کې امریکا لګيا ده د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او ملاتړو له بېلابېلو لوريو فشار اچوي چې د دوی واکسين واخلي او يا اخيستلو ته نومليکنه وکړي چې نوبت یې راورسېد او واکسين پرې پلوري. امريکا او همدارنګه هغه هېوادونه او ميلياردران چې د واکسين د توليد جوازونه یې اخيستي دي غواړي په دې ډول ځان ته په دې کرونايي حالاتو کې پيسې پیدا کړي او د ګټې وټې لارې برابرې کړي. د فوربيز مجلې د راپور له مخې د امريکا موډرنا او BioNTech مشران پکې ميلياردران شول او شتمني یې  د هر يوه ځان، ځانته له ۴ نيم ميلياردو ډالرو څخه واوښتنه، په مجموع کې ۹ نفر اروپايي او امریکايي اشخاص د کرونا واکسين د خرڅلاو له امله میلياردران شوي دي چې پيسې یې له زرګونو ميليونو ډالرو څخه اوړي.
دوی او د دوی حکومتونه په نورو هېوادونو په ځانګړي ډول  په هغو هېوادونو چې د روسيې واکسين پېري يا يې د اخیستلو پلان لري سياسي فشارونه راوړي چې له اخيستلو یې تېر شي او همدارنګه د اروپايي ټولنې ځينې هېوادونه چې د امريکا ملاتړې دي د (سپوټينک-  وي) واکسين د سياسي موخو او له روسيې سره د سياسي مشکل له مخې نه اخلي او په دې توګه غواړي چې په نورو هېوادونو یې هم اخيستل بند کړي او همدارنګه یې په نړيواله توګه د تبلیغاتي دستګاوو په مرسته پروپيګنډا پیل کړې چې ګويا د سپوټينک وي واکسين اغېزمن او خوندي نه دي او د ژغورنې فيصدي یې ښکته ده.
په داسې حال کې چې سپوټنيک وي يو اغېزمن او خوندي واکسين دی او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګويتريش وايي ژر به ملګري ملتونو مرستندويه ادارې دا واکسين د غريبو هېوادونو د خلکو سره د کرونا څخه د ژغورنې په خاطر وپېري. روسيه په سپوټنيک وي سربېره دری نور واکسيونه هم له لومړيو مرحلو تېر کړي دي او خبره ان څلورم د کرونا واکسين (سپوټنيک لايټ) ته رسېدلې چې  خلکو ته يې د پيچکاري کولو چارې هم پيل شوې چې يوازې يو ډوز لګول کېږي. روسيه دا واکسين هغو کسانو ته لګوي چې ځوان وي او عمر یې له ۶۰ کلونو کم وي.
په عربي نړۍ، لاتينې امريکا، چين، اسيايي هېوادونو او افريقايي هېوادونو کې د (سپوټنيک وي) واکسين اخیستل او خلکو ته یې پېچکاري کول روان دي او ډېر هېوادونه چې د امریکا او لويديڅ له فشار څخه خوندي دي هڅه کوي حقايقو ته په کتلو سپوټنيک وي واکسين وپېري او خلکو ته یې پيچکاري کړي.
نو د مادياتو په دې نړۍ کې ځينې هېوادونه يوازې د خپلو ځاني ګټو په لټه کې دي، دوی په هرحال کې د بل پر وړاندې له تبليغاتو کار اخلي او له بحران څخه د يو د بل پرضد د پروپاګند او همدارنګه ورته د  ښه مادي فرصت په نظر ګوري، چې متاسفانه دا د يوې خوندي نړۍ  او د دنيا د ښې راتلونکې  تضمين نشي کولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب