جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهناټو غړي هېوادونه نن د افغانستان په اړه پر مهمو مسایلو خبرې...

ناټو غړي هېوادونه نن د افغانستان په اړه پر مهمو مسایلو خبرې کوي

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۱) د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیران نن د افغانستان په اړه پر مهمو مسایلو خبرې کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ رسنیو ته ویلي، په دې غونډه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د سولې پر هڅو، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د سرتېرو تر وتلو وروسته د افغان پوځ پر ملاتړ او په یوه بل هېواد کې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت په اړه بحثونه کېږي.

سټولټنبرګ ویلي په افغانستان کې به د ناټو ملکي ماموریت دوام کوي او هڅه کوي له دغه هېواد سره د ظرفیت جوړونې او پرمختګ په برخه کې همکارۍ ډېرې شي.

ټاکل شوې چې په دغه غونډه کې نن د شاوخوا ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران ګډون وکړي.

دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي، چې تېره ورځ د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ منلې ده چې په افغانستان کې اوسنی امنیتي وضعیت سخت او ننګوونکی دی، خو له دې هېواده یې د پوځیانو د ایستلو پرېکړه پر ځای بللې.

سټولټنبرګ بروکسل کې یوې خبري ناستې ویلي، له افغانستان څخه د پوځیانو ویستل خطرونه لري، خو د پوځیانو پرېښودل هم د ستونزې حل نه دی.

هغه  افغانستان کې د ناټو پوځیانو پاتې کېدل هلته د جګړې د دوام او د لا ډېرو قربانیو په معنا بللی او ځل بیا یې ټینګار وکړ، چې د پوځیانو له ویستلو وروسته به هم له افغانستان سره ۳ برخو کې مرستو ته دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب