جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د نړۍ د تورې برخې تر ټولو لویه نقشه جوړه شوه

د نړۍ د تورې برخې تر ټولو لویه نقشه جوړه شوه

تاند- ساینسپوهانو د نړۍ د تورې مادې تر ټولو ستره نقشه خپره کړه. دا نقشه د اسمان د جنوبي نیمايي څلورمه برخه رانغاړي.

د سکای نیوز د راپور له مخې، څېړونکي وايي، تیاره یا توره ماده، چې له مځکې څخه نه ښکاري، د نړۍ په سلو کې ۸۰ برخه تشکیلوي.

ساینسپوهانو په یوه نړیواله پروژه کې د دې تیاره مادې (DES) نوې نقشه جوړه کړې ده. دوی وايي چې د څېړنو په لړ کې یې له لېرې کهکشانونو څخه مځکې ته د وړانګو د انحراف د څرنګوالي جاج اخیستی دی. ځکه چې د تیاره مادې وجود هغه وړانګې کږوي چې زموږ خوا ته راځي.

دوی د مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انټیلجنس په مرسته معلومات څېړلي چې ورڅخه یوه نقشه جوړه کړي. په دې پروژه کې نژدې ۱۰۰ ملیونه کهکشانونه څېړل شوي دي. دا پروژه د لندن کالج د څېړونکو په مشرۍ تطبیق شوې ده.

د دې څېړنې سرڅېړونکی نیال جیفري وايي، په نړۍ (عالم) کې ډېره موجوده ماده، تیاره ماده ده. د اسمان خورا لویه برخه د شپې په شان تکه تیاره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب