جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماکټرینه کیف د بالیووډ د لسو مخکښو اداکارانو په ډله کې راغله

کټرینه کیف د بالیووډ د لسو مخکښو اداکارانو په ډله کې راغله

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۱۰ مه) د بالیووډ سینما پیاوړی ښځینه اداکاره کټرینه کیف د بالیووډ د لسو هغو اداکارانو نوملړ کې راغله چې په انستاګرام کې یې پنځوس میلیونه لیدوونکي پوره شوي دي.

کترینه کیف چې په فلمي نړۍ کې څنګه مخکښه ده، همداسې په انسټاګرام کې هم ده او تازه یې د مینه والو یا تعقیبوونکو شمېر له ۵۰ میلیونو څخه پورته شوی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو په حواله، کترینه کیف چې فالورز یې پنځوس میلیونو ته ورسېدل، د باليووډ به هغه لس هنرمندانو کې شامله شوه چې پنځوس یا تر پنځوس میلیونو څخه زیات فالورز لري.

که د کترینه کیف اکاونټ وکتل شي نو نوموړې تر اته سوو زیات پوسټونه کړي دي چې د هغې ښکلي عکسونه دي او همدا راز د فلمونو په اړه معلومات دي.

همدا راز کترینه کیف بیا له خپل اکاونټ څخه ۴۵۵ کسان فالو کړي هم دي، چې د هغې نږدې ملګري او ځینې مشهور اداکاران پکې شامل دي.

د یادولو وړ ده چې کترینه کیف د باليووډ په مشهورو او کامیابو فلمونو کې کار کړی دی او د باليووډ ټولو سترو هنرمندانو سره یې کار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب