جمعه, اکتوبر 18, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۲۲) | لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۲۲) | لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

دوه ویشتمه برخه

د ژوند مانا

د «یوې ستونزې» په نامه د جورج لیوس بورګیس په کیسې  کې توضیحي باطن اصلي کرکټر دی.۱۹ کیسه د میګل سروانټس د ناول د اصل اتل دون ګیشوت په هکله ده. دون کیشوت د ځان لپاره یوه خیالي او افسانوي نړۍ جوړوي چېرته چې هغه یو تکړه پالوان دی او غواړي له دښمنانو سره مقابلې ته دانګي او خپله مَیینه ترې وژغوري. دون کیشوت په حقیقت کې النسو کیشانو دی چې د یوه کلي زوړ خانزاده دی دغه راز ښکلې دولسینا هم د څیرمه کلي د یوه کروندګر لور ده او دښمنان ېې هم د بادي زرندې وزرونه دي. د دغه ناول په هکله جوج لیوس بورګیس په خپل کتاب کې له ځان سره فکر کوي او دغه پوښتنه کوي چې: که دون کیشوت د خپلو خیالونو په اساس چې بیخي پرې باور لري په یوه حقیقي انسان حمله کړې واي او هغه ېې وژلی واي نو څه به پیښ شوي وو؟ په حقیقت کې بورګیس د انسان په هکله یوه اساس پوښتنه مطرح کړې ده او وايي: څه به پیښ شي که زموږ توضیحي یا افسانوي باطن داسې افسانې دیکته کړي چې د نورو په ځاي په خپله موږ ته تاوان راورسوي؟

هغه په ځواب کې درې احتماله مطرح کوي. لومړی احتمال دا دی چې ممکن هیڅ هم پيښ نه شي ځکه دون کیشوت به د دې هیڅ پروا ونه لري چې یو حقیقي انسان ېې وژلی دی. د نوموړي لیونتوب او وهمونه پر هغه دومره واکمن دي چې له بادی ژرندې سره د مبارزې او له یوه حقیقي انسان سره د مبارزې توپیر نه شي کولی.

دویم احتمال دا دی چې د دغه جنایت له امله ممکن دون کیشوت دومره ټکان وخوري چې له خپلو وهمونو او خیالونو رابهر شي. دا ځکه چې یو انسان ېې وژلی دی.  دغه احتمال د هغه ځوان سرتیري کیسې ته ورته دی چې په کلکې عقیدې د جګړې ډګر ته ځي او باور لري چې د وطن لپاره جنګیږي او قرباني ورکوي خو کله چې د جنګ واقعیت ګوري عقیده ېې بیخی بدلیږي او لالهاندو او سرګرانه راستنیږي. دریم احتمال هم شته چې ډیر ژور او پیچلی دی. له دې چې دون کیشوت د خیالي دښمنانو په خلاف جنګیږي نو دا په یوې ډرامه کې یو رول دی چې لوبوي ېې خو کله چې هغه پر واقعي انسان حمله وکړه او وژني ېې نو بیا هم په خپلو خیالونو پورې کلک نښلي او پرې ویاړي ځکه چې د هغه خیالونه او افسانې یوازینۍ وسیله ده چې د هغه جنایتونو ته مانا ورکوي. خو دلته یو پاراډوکس یا تناقض هم لیدل کیږي. کله چې انسان یوې افسانې او خیال  کې ډیر ډوب شو او څومره چې ډیره قرباني ورته ورکړي دغه افسانه نوره هم پياوړې کیږي ځکه کله چې انسان کړاو ویني نو خپلو اقداماتو او دغه کړاو ته مانا وربخښي.

په سیاست کې دغه حالت ته د «زموږ بچیان بېځایه نه دي مړه شوي» سندروم نوم ورکړل شوی دی. په ۱۹۵۱ کال کې ایټالیا لومړۍ نړیوالې جګړې ته ورودانګل او له متحدینو سره یو ځاي شوه. د ایټالیا اعلان شوی هدف د ترینټو او تریستا په نامه د دو ایټالیايي سیمو ازادول ؤ چې اتریش او هنګري په غیرعادلانه ډول تر خپلې ولکې لاندې راوستې وې. ایټالیايي سیاستوالو په پارلمان کې تندې او سختې ویناوې کولې او د غچ اخیستو لپاره ېې تاریخي قسمونه کول او ژمنه به ېې کوله چې بېرته د لرغوني روم پیړۍ ته ستانه کیږو. په زرګونو ایټالیايي عسکر د جنګ ډګر ته واستول شول او شعار به ېې ورکاوه:« د ترینټو او تریستا لپاره». دوي ګمان کاوه چې بریالیتوب اسانه او ترلاسه کیداونکی دی. خو کیسه داسې نه وه. د اتریش او هنګري ګډ پوځ د ایسونز د سیند شاوخوا کلکې دفاعي مورچلې جوړې کړې وې. ایټالیاوالو پر دغو دفاعي کرښو یولس خونړۍ حملې وکړې خو یوازې څو کیلو متره پر مخ لاړل، خو کله هم په دې بریالي نه شول چې دفاعي مورچلې ماتې کړي. په لومړۍ جګړه کې پنځلس زره  ووژل شول، په دویمه جګړه کې ېې څلویښت زره کسان له لاسه ورکړل او په دریم وار شپیته زره کسان قرباني شول. دغه خونړۍ جګړه دوه کاله روانه وه او دواړه لوري یولس ځله سره ونښتل. باالاخره اتریش متقابله حمله وکړه. د کاپوروتو په  جګړه کې ېې ایټالیاوال سخت وځپل او حتي تر ونیزیا پورې ېې په شا وتمبول. کله چې جګړه ختمه شوه کابو اوولکه ایټالیايي عسکر ووژل شول او کابو نیم میلیون ژوبل وو.۲۰

۴۱- د ایسونزو د جګړې محدود قربانیان ایا د دوي قرباني بې ځایه وه؟

د ایسونزو په سیمه کې له لومړۍ ماتې وروسته ایتالیايي سیاستوالو دوه انتخابه درلودل. لومړی دا چې دوي به ماته منلې وه او د سولې تړون به ېې لاسلیک کړی واي. اتریش او هنګري د ایټالیا لپاره کوم شرط نه درلود او په اسانه به ېې د سولې تړون ته غاړه ایښې واي. ځکه چې دوي د ایټالیا په پرتله نورې ډیرې ستونزې درلودې یوه پکې له پیاوړې روسیې څخه ځان ساتل ؤ. خو سیاستوالانو باید د پنځلس زره ایټاليايي عسکرو د کونډو، یتیمانو، او میندو ځواب ویلی واي. دوي  دوه انتخابه درلودل یا ېې باید ویلي واي چې په دې خواشیني یو چې د مثال په توګه ستاسو جیواني او مارکوي بې ځایه وژل شوي دي او یا به ېې جیواني او مارکوي اتلان بلل. او ویل به ېې چې دوي اتلان دي، دوي وجنګیدل چې تریستا بیرته د ایټالیا برخه کړي نو موږ باید دوي هېر نه کړو او له قربانیو سره ېې خیانت ونه کړو. نو له همدې امله باید تر بریالیتوبه پورې وجنګیږو. نو دا عجیبه نه وه چې سیاستوالانو دغه دویم انتخاب غوره کړ او په داسې یو جنګ کې ګیر شول چې څلویښت زره کسان پکې ووژل شو. دا خلک یوازې د دې لپاره ووژل شول جې سیاستوالانو پریکړه وکړه چې«زموږ بچیان بې ځایه نه دي مړه شوي».

موږ یوازې سیاستوالان نه شو ملاموتولی  لوي اکثریت د جنګ دوام غوښت او ملاتړي ېې وو. کله چې ایتالیاوالو ماته وخوړه او سیمې ېې ونه شواي نیولی نو ایټالیايي دیموکراسۍ بنیټو موسولیني او د هغه فاشیستو ملګرو ته رایه ورکړه او واک ته ېې ورسول. فاشیستانو ژمنه وکړه چې ټولې ماتې به جبران کړي او د ټولو قربانیو او سرښندنو قدر به کوي.

د یوه سیاستوال لپاره به دا ډیره سخته وي چې د یوه سرتیري مور او پلار ته ووايي چې زوي ېې بې ځایه وژل شوی دی، البته د مور لپاره هم دا خبره سخته وي چې ځانونه مخاطب کړي او وايي چې زامن ېې هسې او بې ځایه وژل شوي دي. حتي یو ټپي عسکر هم چې پښه ېې غوڅه شوي وي هم وايي: ما خپله پښه د دې وطن د عزت او سرلوړۍ لپاره له لاسه ورکړې او کله به هم دا ونه وايي چې ما دغه پښه له لاسه ورکړه ځکه چې ډیر احمق وم چې د ځانغواړو سیاستوالانو خبرو ته مې غوږ ونیوه. خیالونه او افسانې دي چې کړاونو او دردونو ته مانا ورکوي ځکه خو دا ډېره اسانه ده چې له دغسې ناخوالو او ستونزو سره ژوند وشي.

پادریانو دغه روده څو زره کاله مخکې اختراع کړې وه. دوي د ډېرو دینونو د عبادتونو او تشریفاتو بنسټ په همدې اساس ایښی دی. که ته غواړې خلک په اسماني قدرتونو، او د خداي او ملت په شان په خیالي شیانو باور وکړي نو تاسو باید دوي دې ته چمتو کړئ چې له ارزښتمن شي تیر شي او قرباني ېې کړي. څومره چې قرباني سخته او له کړاونو ډکه وي همدومره خلک په هغه افسانوي او خیالي قدرت ډیر باور کوي چې دغه قربانۍ ورته کیږي. کله چې یو بې وزله  کروندګر د جوپیټر په نامه د خداي لپاره یو غويی قرباني کړي نو د جوپیټر پر شتون ېې باور نور هم زیاتیږي. له دې باور او عقیدې پرته به خپل دغه حماقت څنګه توجیه کړي؟ کروندګر به بل غویي او ورپسې بل او بیا بل هم قرباني کړي یوازې د دې لپاره چې له دغه اعترافه ځان خلاص کړي چې دغه پخوانۍ قربانۍ بې ځایه وې.  له همدې امله که زه  د مثال په توګه  د ایټالیايي ملت د پرتم او عزت لپاره خپل بچی قرباني کړم او یا د کمونیزم لپاره خپله دوه پښې له لاسه ورکړم، نو کلک ملت پال ایټالیایی او یا پوخ کمونیست یم خو که د ایټالیا د ملي احساس او غرور افسانه دروغ وي او د کمونیزم پرپاګنډ بې ځایه وي نو په یو ډول مجبوره یم چې دا ومنم زما د زوي مرګ او یا د پښو غوڅېدل بې ځایه وو او کوم خاص دلیل ېې نه درلود. ډیر کم داسې کسان شته چې دغسې اعتراف ته غاړه کیږدي.

په اقتصادي ډګر کې هم همدغسې یو منطق حاکم دی. د سکاټلند حکومت په ۱۹۹۷ کال کې پرېکړه وکړه چې د پارلمان لپاره یوه ودانۍ جوړه کړي د دغه کار لپاره د لومړنیو محاسبو په اساس بایده ده په دوو کلونو کې پر ودانۍ کابو څلویښت میلیون پونده مصرف راغلی واي خو کله چې عملي کار پاي ته ورسید څلور سوه میلیون پونډه پرې لګښت راغلی ؤ او د جوړولو کار ېې پنځه کاله روان ؤ. کله چې به ټیکدار له ناببره لګښتونو او یا نورو ستونزو سره مخامخ شو نو حکومت ته به راغی چې نوره بودیجه پکار ده. حکومت به ویل : تر اوسه خو  څلویښت میلیون پونده پرې لګول شوي دي، کار خو همدلته نه شو درولی او که کار همدلته پاي ته ورسوو نو د ودانۍ تشه ډانچه به راپاتې وي او لګښت به هم بې ځایه وي نو ښه به وي ۴۰ میلیونه نورې هم پرې ولګوو. شپږ میاشتې وروسته بیا همدغسې یو غوښتنه حکومت ته راغله خو دا ځل  تر پخوا فشار زیات ؤ چې نیمګړې ودانۍ نه شو پریښودلی او همداسې شپږ میاشتې  وروسته بیا او په ځلونو پرې پیسې ولګیدې تر هغه چې تر اټکل شویو پیسو لس چنده زیاتې پیسې پرې ولګیدې او له دوو کلونو ېې د جوړولو کار پنځو کلونو ته اوږد شو.

۴۲- د سکاتلند د پارلمان ودانۍ. زموږ پيسې بې ځایه نه دي لګیدلي.

دا یوازې حکومتونه نه دي چې له دغسې بې ځایه لګښتونو سره مخامخ کیږي، ډیر لوي شرکتونه او کمپنۍ شته چې په دغسې ناکامه پانګونې دیوالیه شوي دي، دغه راز ډیر عام وګړي شته چې د ناکامه ګډ ژوند په لومه کې نښتي دي او یا ېې داسې کار پیل کړی دی چې په پاي کې له بندون سره مخامخ شوي دي.  توضیحي باطن دا غوره ګڼي چې له سختیو سره مخامخ شي تر دې چې اعتراف وکړي چې تیر کړوونکي وختونه بې مانا او بې ځایه وو. که وغواړو خپلې تیروتنې وشمېرو او ورسره حساب کتاب وکړو نو توضیحي یا توجیه کوونکی باطن مو هڅه کوي په پروګرامونو کې یوه نیمګړتیا پيدا کړي او په دې ډول د دغو تېروتنو لپاره یوه مانا پيدا کوي. د مثال په توګه. له جنګه یو روغ وتلی سوله غوښتونکی کس ممکن له ځان سره ووايي چې دا سمه ده چې ما خپلې دواړه پښې په جګړه کې له لاسه ورکړې او دا لویه تېروتنه وه خو د همدې تیروتنې په برکت اوس په دې پوهیږم چې جنګ دوزخ دی او له دې وروسته به د سولې لپاره کار کوم. نو زما دغه ټپ یوه مثبته مانا لري او دا مې زده کړل چې د سولې په قدر پوه شم.

نو ویلی شو چې باطن یا ضمیر او نفس هم یوه خیالي افسانه ده. لکه د ملتونو، خدایانو او پیسو په شان. موږ ټول یو پرمختللی او ظریف سیستم لرو چې زموږ ډیرې تجربې لرې ګوزاروي او یو شمېر محدودې تجربې ترې غوره کوي. بیا دغه غوره شوې تجربې له هغو فیلمونو سره چې لیدلي مو دي،  له هغو رومانونو سره چې لوستلي مو دي، او هغو خوبونو سره چې لیدلي مو دي یو ځاي کوي او یوه کیسه او یا افسانه ترې جوړوي چې ښېې زه څوک یم، له کومه راغلی یم،  او چېرته روان یم. دغه کیسه او افسانه ما ته وايي له کوم شی سره مینه وکړم، له چا کرکه ولرم او څه وکړم. همدغه افسانه ممکن ما دې ته اړ کړي چې که اړتیا پیښه شي ځان قربان کړم او له هر څه تیرشم. هر انسان خپل خاص جینونه لري. ځینې په یوې تراژیدۍ کې ژوند کوي، ځینې نور په یوې دوامداره مذهبي ډرامې کې رول لوبوي، ځینې له ژوند سره داسې مخامخ کیږي چې ته وا ژوند یو اکشن فیلم دی، یو شمېر محدود کسان داسې وي لکه چې په یوې کمیډۍ کې ژوند کوي. خو هرڅه چې وي او له دې ټولو سره سره دا هرڅه  یوه ډرامه یا افسانه ده.

نو اوس ژوند څه مانا لري؟ لیبرالیزم ادعا کوي چې یو بهرنی ځواک او اسماني قدرت ته په تمه نه شو پاتې کیداي چې راشي او د ژوند یوه چمتو شوې مانا او مفهوم راته وړاندې کړي بلکه باید هر رایه ورکوونکی، مشتري او لیدونکی باید له خپلې ازادې ارادې ګټه پورته کړي او مانا راوپنځوي نه یوازې خپل ژوند ته بلکه ټولو کایناتو ته مانا وروبخښي.

بیو ساینس د لیبرالیزم دغه نظر کمزوری ګڼي او ادعا کوي چې د هر فرد ازاده اراده یوه خیالي افسانه ده چې د بېلابېلو بیو کیمیکل د الګوریتمونو په اساس رامنځته کیږي. دغه بیو کیمیکل میکانیزم په دوامداره توګه په ماغزو کې د تجربو پڅرکي پنځوي، او تر څو چې بله تجربه بڼه خپلوي پخوانۍ هغه له منځه ځي. په همدې ډول په سرعت سره دغه پروسه دوام کوي. دغه وړې او دوامداره تجربې په یوه تلپاتې ذات کې نه راغونډیږي. د انسان توضیحي باطن هڅه کوي د یوې افسانې په جوړولو سره دغې بې نظمۍ ته نظم ورکوي په دې ډول هره تجربه خپل ځاي مومي او تجربې په دې ډول مانا پيدا کوي.

افسانې ممکن په زړه پورې او یا حیرانوونکې او هیښوونکې وي خو ټولي خیالي او فیکشن کیسې دي.

د منځنیو پیړیو د صلیبي جګړو لښکرو فکر کاوه خداي او اسمانونه د دوي ژوند ته مانا ورکوي. مډرن لیبرال انسان باوري دی چې د یو فرد یا وګړي ازاد انتخاب ژوند ته مانا ورکوي. خو دواړه ډولونه د ځان غولول دي. په طبیعي توګه د فردیت او ازادې ارادې د شتون په هکله شکونه  تل موجود وي. په چین، هند او یونان کې کابو دوه زره کال مخکې مُفکرینو دا خبره کوله چې فردي یا وګړنیز  نفس یا باطن یو خیال دی. خو که دغه شکونه پر اقتصادي، سیاسي، او ورځني ژوند عملي اغیز ونه لري تاریخ نه شي بدلولی. انسانان په ذهني نا غږملتیا کې استادان دي. موږ ځانته دا اجازه ورکوو چې په لابراتوار کې په یوه شي، او په محکمې یا پارلمان کې بیخي په بل شي باور او عقیده ولرو. کله چې ډاروین د Origin of Species یا د ژویو د پیدایښت په هکله کتاب خپور کړ نو په همدې ورځ عیسویت ورک نه شو همدغه راز که څېړاند دا نتیجه واخلي چې ازاد وګړی یا خپلواک فردیت او انتخاب شتون نه لري لیبرالیزم به هم ورک نه شي. دغه راز ریچارډ داوکنیز، ستیون پینکر او د نوې سایسني نړۍ نور مبارزین هم نه غواړي لیبرالیزم تسلیم او ختم شي. دوي د ازادې ارادې او توضیحي باطن د تخریب لپاره په سلګونو تدریسي او څیړنیزې پاڼې ولیکلې خو له دې سره سره ګورو چې ډیر ځله دوي د اوولسمې پیړیو فلسفو ته ګرځي او داسې ښکاري چې  ګواکې  د تکامل د تیورۍ او بیولوجۍ، او دغه راز د ماغزو د څېړنو ټولو پرمختګونو د لوکې، روسو، او جیفرسن په اخلاقي او سیاسي نظریو هیڅ اغیز نه دی درلودلی.کله چې د ساینس او نوې ټیکنالوجۍ علمي بدعت ورځنیو چارو، فعالیتونو او اقتصادي جوړښتونو ته منتقل شي بیا به نو د دغې دوه ګونې لوبې دوام  سخت شي او په ډول ښايي موږ او یا زموږ راتلونکي نسلونه د مذهبي عقیدو او سیاسي بنسټونو یوې نوې کڅوړې یا پکیج ته اړتنیا پيدا کړو. د دریمې زریزې په په پيل کې لیبرالیزم  یوازې په دې فلسفي اند چې «ازاد فردیت نه شته» نه دی ګواښل شوی دی بلکه په فزیکي او ځانګړې توګه د ټیکنالوجۍ له لوري هم ګواښل کیږي. موږ به ډیر ژر د امکاناتو، وسایل او جوړښتونو له سیلابونو سره مخامخ شو چې د وګړنیز ازاد فردیت لپاره به فرصت او ځاي موجود نه وي. ایا په دغسې یو سیلاب کې به ډیموکراسي، ازاد مارکیټ، او بشري حقوق خوندي پاتې شي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب