جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهچارواکي: طالبانو غزني کې د خلکو دوکانونه لوټ کړي

چارواکي: طالبانو غزني کې د خلکو دوکانونه لوټ کړي

تاند – د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي طالبانو د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د خلکو دوکانونه ویجاړ کړي، د دوکاندارانو مالونه یې لوټ او له ځان سره وړي دي.

د دفاع وزارت نن دوشنبه/ د جوزا ۱۰/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د وسله والو طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړي او هغوی یې په شا تمبولي.

د خبرپاڼې له مخې د عملیاتو په پایله کې د قره باغ ولسوالۍ بازار محاصره ماته او پراخې سیمې د وسله والو طالبانو له حضور څخه پاکې شوي.

طالبانو تازه په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې تر دې یې ویلي چې له عام خلکو او تاسیساتو سره کار نه لري.

غزني یو له هغو ولایتونو څخه دی چې وخت ناوخت ترې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو راپورونه هم ورکول کېږي.

د ملي امنیت شورا څو ورځې مخکې وویل چې وسله وال طالبان د عامه نظم ګډوډولو او چور ته زمینه برابروي، عامه تاسیسات ویجاړوي او خلک په بېلا بېلو طریقو د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کوي.

د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ د ثور په ۲۸مه پر خپل ټویټر لیکلي و چې د طالبانو ټول تمرکز په جګړه دی او په خبره یې دغه ډله په خپل ټول توان هڅه کوي چې ځينې ساحې د نيولو په نامه تخريب، خلک کډو ته مجبور، عامه نظم اخلال او چور ته زمینه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب