Homeخبرونهپیکو کنفرانس به راتلونکی کال په کابل کې ترسره شي

پیکو کنفرانس به راتلونکی کال په کابل کې ترسره شي

تاند – د افغانستان د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني نن د پيکو کنفرانس په څنډه کې له خپل پاکستاني سیال اسد قیصر سره لیدلي.

د ولسي جرګې د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سولې پروسه کې د پاکستان پر رول، د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګرۍ پراختیا کې د پیکو کنفرانس پر رول او افغانانو ته د ویزو د ورکړې برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې، رحماني په دې ناسته کې په کابل کې د پيکو کنفرانس د بلې ناستې د ترسره کېدو وړاندیز کړی چې قیصر هم منلی ورسره منلی دی.

د اسد قیصر په خبره چې افغانستان د سوداګرۍ لپاره مناسب ځای او څلور لارې ده او د ګاونډي، سیمې او پیکو سازمان غړي هېوادونه کولای شي چې د افغان دولت سره په همغږۍ د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره ترې ګټه واخلي.

په بیان کې د میر رحمان رحماني له قوله راغلي چې پاکستان باید د افغان سولې پروسه کې ریښتیني همکاري وکړي. هغه له خپل پاکستاني سیال څخه غوښتي چې د پاکستان په حکومت فشار راوړي ترڅو وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته اړ کړي.

پیکو کنفرانس د تجارتي او اقتصادي راکړې ورکړې او مناسباتو د پیاوړتیا په موخه هر کال یو وار ترسره کېږي.

میر رحمان رحماني پرون یکشنبه د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...