جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد بشر حقونو کمېسیون: په درې ورځو کې ۶۷ کسانو ته مرګ...

د بشر حقونو کمېسیون: په درې ورځو کې ۶۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند – د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې په تېرو درې ورځو کې ۶۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د بشر حقونو کمېسیون نن دوشنبه/ د جوزا ۱۰مه/ په یوه بیان کې ویلي، د دوی لومړنۍ موندنې ښيي چې د جوزا له ۶ تر ۸ له ۷ بېلابېلو پېښو څخه په سرپل، هلمند، پروان، ننګرهار او کاپیسا ولایتونو کې او د کابل – هرات پر لویه لار د سړک غاړې ماین چاودنو، هاوان لګېدنې او بریدونو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ ملکیان وژل شوي او د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۴۳ نور ټپیان دي.

د بیان له مخې، افغانان له روان تاوتريخوالي، وژنو او بې رحمۍ ستړي شوي او د جګړې له ښکیلو خواوو یې غوښتي چې بې له ځنډه دې پر ملکي خلکو، ښوونيزو مرکزونو او عامه تاسيساتو بريدونه ودروي.

په بیان کې له ملګرو ملتونو او بين المللي ټولنې څخه د افغانستان د خلکو د بشري حقونو د ملاتړ غوښتنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې په تېره شاوخوا یوه میاشت کې ۲۴۸ ملکیان وژل شوي او ۵۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین د یکشنبې په ورځ/ د جوزا ۹مه/ خبریالانو ته وویل چې دغه شمیر ملکیانو ته د طالبانو په یرغلیزو بریدونو او د ماین په چاودونو کې مرګ‌ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي ارین زیاته کړه چې په تېرې یوې میاشت کې طالبانو لسګونه یرغلیز بریدونه او د ماین چاودنې کړي چې په کې زیاتره ملکیانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې.

هغه وویل چې طالبان له ملکي اهدافو څخه د سپر په توګه کار اخلي او زیاته یې کړه: “طالبان د خپلو یرغلیزو بریدونو لپاره ملکي اهداف په نښه کوي، دا جنګي جنایت دی. ملکیانو ته په ځانګړي ډول وروستیو میاشتو کې درانه تلفات اوښتي، طالبان د دغو ملکي تلفاتو مسول دي او هغه تحرکات او بریدونه چې طالبان یې ترسره کوي په جنګي قوانینو کې جنایت بلل کېږي”.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې افغان امنیتي ځواکونو د “طالبانو د دغه جنایتونو” ځواب ویلی دی.

وسله‌ والو طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې تل په ملکي تلفاتو کې د خپلو جنګیالیو لاس لرل رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب