جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکونړ کې د ښځینه لاسي صنایعو یو ورځنی نندارتون پرانیستل شو

کونړ کې د ښځینه لاسي صنایعو یو ورځنی نندارتون پرانیستل شو

تاند( دوشنبه، د جوزا ۳۱) په کونړ ولایت کې د ښځینه لاسي صنایعو لپاره یو ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

دا نندارتون د کونړ ښځو چارو ریاست په همکارۍ د ښځینو اقتصادي پياوړتیا تر سرلیک لاندې جوړ شوی دی.

په دې نندارتون کې د ښځینه وو په لاس جوړ شوي بېلابېل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شول.

د کونړ د ښځو چارو ريیسه سهیلا بابر وایي، له دې نندارتون څخه یې موخه د مېرمنو لاسي صنایعو ته بازار موندنه ده.

د نوموړې په وینا د ښځو د فعالیتونو پراختیا پر وړاندې اوس هم ټولنيز او کلتوري محدودیتونه شته چې دوی ترې ځورېږي

هغې رامنځته شوي پرمختګونه د موجوده نظام ثمره یاده کړه او هیله يې وښوده چې ښځینه قشر به د کورني اقتصاد په پیاوړتیا، د هېواد ابادۍ او پرمختګ کې د نارینه وو ترڅنګ فعال رول ولوبوي.

بل لورته کونړۍ مېرمنې هم خوښې دي، چې لاسي توکو ته یې د بازار موندنې هڅې ګړندۍ شوي.

دوی وایي، دا ډول نندارتونونه کولای شي، چې د دوی اقتصادي وضعه ښه او لا یې ډېر کار ته وهڅوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...