جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeروغتیاد شفتالو له ګټو خبر یاست؟

د شفتالو له ګټو خبر یاست؟

تاند –  روغتیا پوهان وایي، د شفتالو خوراک د انسان بدن ته ډېرې ګټې لري چې یوه هغه یې د هضم لپاره خورا ډېر ګټور بلل کیږي.

دوی وایي، شفتالو ډېر غذایي توکي لري چې د بدن لپاره هم ډېرې ګټې لري.

د پوهانو په وینا، شفتالو د بې شمېره ویټامینونو، منرالونو او ګټورو نباتي مرکبونو درلودونکي دي.

دوی دغه راز زیاتوي چې په یو برابر شفتالو کې ۵۸ کالوري، یو ګرام پروټین، له یو ګرام څخه لږ غوړ، ۱۴ ګرامه کاربوهایډریټ، ۲ ګرامه فایبر، ۱۷ سلنه ویټامین سي، ۱۰ سلنه ویټامین اې، ۸ سلنه پوتاشیم، ۵ سلنه ویټامین اي، ۵ سلنه ویټامین کې، ۵ سلنه کاپر او ۵ سلنه مګنیزیم موجود وي.

د پوهانو په باور، د دې ټولو ترڅنګ شفتالو فاسفورس، اوسپنه او ویټامین بي هم لري.

د معلوماتو له مخې، شفتالو د فایبرو په درلودلو سره د هضم لپاره ډېر ګټور وي، چې د قبض مخنیوی کوي او د کولمو د صحت مندو بکتریاوو د ډېرېدو سبب کېږي او فیټي اسید جوړوي.

د ماهرینو په وینا، شفتالو داسې نباتي مرکبونه لري چې د بېلابېلو سرطاني ناروغیو خطر کموي.

دوی وایي، شفتالو د حساسیت لکه پرنجېدو، خارښت او ټوخي لپاره ګټور وي او نښې یې کموي.

د شفتالو په اړه ویل کېږي چې د لومړي ځل لپاره له نن څخه اته زره کاله وړاندې په چین کې وکرل شول.

دغه مېوه د آلوبخارا، زردالو، الوبالو او بادامو له ډلې ګڼل کېږي چې په منځ کې سخت زړی لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب