Homeخبرونهپکتيا کې د کورونا ناروغانو لپاره سل بستريز روغتون افتتاح شو

پکتيا کې د کورونا ناروغانو لپاره سل بستريز روغتون افتتاح شو

تاند – د پکتیا والي حلیم فدايي وايي چې په دې ولایت کې د ۷۸ میليونه افغانيو په لګښت د کورونا ناروغانو لپاره د یوه سل بستريز روغتون د جوړېدو چارې بشپړې او افتتاح شو.

د ښاغلي فدايي په خبره د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملياتي ادارې له خوا جوړ شوی دغه روغتون، ۵۵ خونې او د کورونا ناروغانو د درملنې ټول امکانات لري چې د جوړېدو چارې يې د يوه کال په موده کې بشپړې شوې دي

د چاروواکو په خبره چې دغه روغتون له ټولو امکاناتو برخمن دی او نور به پر کورونا وبا د اخته کسانو درملنه په همدې روغتون کې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...