جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپوهنې وزارت: له هند څه راستانه شوي سېک زده‌‌کوونکي ښوونځيو کې شاملېږي

پوهنې وزارت: له هند څه راستانه شوي سېک زده‌‌کوونکي ښوونځيو کې شاملېږي

تاند(دوشنبه، د جوزا ۱۰) د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې له هند څخه بېرته راستانه شوي افغان هندو او سېک زده‌کوونکي ښوونځیو ته معرفي کړي.

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين ډاکټر عطاالله واحديار له سناتورې انار کلي هنريار سره په لیدنه کې ویلي، چې د هېواد سېکانو ته ښوونيز او روزنيز چوپړتياوې برابروي.

د پوهنې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، هغه راستانه شوي سېک زده کوونکي چې تعليمي اسناد لري، ښوونځيو ته معرفي کيږي، خو هغو زده کوونکو چې په خصوصي ډول زده کړې کړي، هغوى د تعليمي کچې د تثبيت تر آزموينې وروسته به ښوونځيو ته معرفي شي.

خبرپاڼه دغه راز زیاتوي، هغه کورنۍ چې خپل استوګنځي ته نږدې ښوونځي نه‌لري، له امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې سره به په اړوندو سيمو کې ماشومانو ته درسي ټولګي شي.

هند ته تللي د افغان سېکانو ګڼ شمېر کورنۍ بېرته افغانستان ته راغلي او وایي، چې دلته په ژوند کولو خوشحاله دي.

دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې سهولتونه ورته برابر کړي او ماشومانو ته یې ښوونځي جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب