جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکرزی: بهرنیان د افغان سولې له بهیر څخه د یوې پروژې په...

کرزی: بهرنیان د افغان سولې له بهیر څخه د یوې پروژې په توګه کار اخلي

تاند – د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې د سولې روان بهیر دې ملي او مشري یې باید د افغانانو لاس ته ولوېږي.

ښاغلي کرزي چې نن دوشنبه/ د جوزا ۱۰مه/ یې په کابل کې د سولې په تړاو یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د افغان سولې له بهیر بهرنیانو ځان ته د خپلو ګټو پروژه جوړه کړې ده، خو افغان لورو ته په کار ده چې دغه بهیر له پروژه والي را وباسي او په یوه ملي پروسه دې بدل کړي.

نوموړي زیاته کړه، طالبانو او د جمهوریت ملاتړو ته په کار ده چې له جګړو لاس واخلي، او په افغانستان کې روان تاوتریخوالی ته چې ګټې یې پردیو ته رسېږي پای ته ورسوي او ټول اړخونه دې د ملي او اسلامي مسؤلیت په توګه د سولې لپاره کار وکړي.

کرزي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې بهرنیان افغانستان ته سوله نه راولي او دوی ټول خپلې ګټې لري، نو دا د افغانانو کار او مسؤلیت دی چې په دې حساسو شرایطو کې خپلې ګټې وپالي او خپل هېواد ته سوله راولي.

هغه وویل، د دې پر ځای چې د افغان سولې مذاکرات په نورو هېوادونو کې مخته وړل کېږي ښه به وي چې په کور د ننه، هغه که د افغانستان په هر ولایت کې وي ترسره شي.

پخوانی ولسمشر کرزی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې د افغان دولت مذاکراتي پلاوی سبا د دوحې په لور وخوځېږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، ټاکل شوې چې د دغه مذاکراتي پلاوي یو شمېر غړي سبا سه شنبه او پاتې غړي تر هغه وروسته دوحې ته ولاړ شي.

د افغان دولت مذاکراتي پلاوی سبا قطر ته ځي

6 COMMENTS

  1. دا لومړی ځل دی چې ښاغلی کرزی د وطن او سولې په هکله سم نظر ورکوي ، هیله ده چې د یو متقاعد ولسمشر او سپین ږیري په توګه په راتلونکي کې همداسې نېکې مشورې د افغانستان دولت ته ورکړي .

  2. کرزۍ غلام منافق همیش دوه مخه رفتار کړۍ دی د نوموړی دا ساختګی ادعا د یو محدود وخت لپاره دی او دده اصلی دنده د اجنبیانو په خدمت کښی هم پخوا وه او راتلوونکی کښی به هم همداسی وی، کرزۍ فریبکاره مداری دی نوموړۍ هیڅ معین اړخ د افغان په حیث نه درلود او نه ئي لری!!!!!

  3. سلام
    دا دروغجن شپون بیا نارې وهی کلی ته چې شرمښ/لیوه راغی .غروال صاحب ! هیڅ شرم او حیاء نه لری دې کې شک نشته چې الله ج منافق ډېر بد ګڼی هغه هم په یوه داسې مظلومه ټولنه کې چې دیموکراسی ته چمتو کېدای نشی.
    کاشکی کرزی دومره سیاسی اخلاق درلودای او دپوهې خاوند وای چې خپل ځان یې پېژندلی او بې له سترګک وهلو دبن له پروژې د یوې مېړوښې ناوی په څېر له ارزګان ولایت- کابل ته راوړله شوی نه وی خو دی لا دیوشمیر لاس پوڅو غلا مانو په څېر پېښې کوی اوس دپروژې نارې اوچیغی وهی وایی بزک بزک نمیری که جو لغمان میرسد! چاته یې چې عقل کم ورکړ هغه ته یې تل غم ورکړ دانتصابی وکیل زوی لا موړ نه دی بله پروژه په خوب وینی .

  4. ښاغلي غروال او شريفزاد ته سلامونه

    دا ستاسو دواړو د تبصيري ډيری برخه کنځلي وي دا ښه کار نه ده نه تاسوته اونه مقابل فرد کومه ګټه رسوي.
    که رښتيا تاسي له د وطن او مظلوم افغان اولس سره دومره خواخوږي ياسته نو مهرباني وکړي لار د حل که چيرته يي تاسي کومه لري واضح وليکي کنه غلي کيني اوله د کنځلو لاس واخلي بس ډيري موکړي.

  5. ښاغلی لوګیه ، ډیر بویناکه لوګی هری خوا ته تیت کوی ، د ستا د لوګیو نتیجه دادی چی ددی پرولرشوو غلامانو او د قاتلانو حمایه کوونکیو واقعی خصلتونو بیانول درته ښکنځل ښکاری ، واقعیت دادی چی افغان ملت ددوی له لاسه سربیره ددوی بادار ملیاردونو ډالرو باران سره سره بیا هم حتی د افغانستان مرکز کابل کښی د لوږی او د کورونو نه لرلو سره مخامخ دی او د افغانستان استقلال او د خاوری تمامیت په سوالیی کښی دی او دا پرولرشوی غلامان او د قاتلانو حمایه کوونکی په عصری قصرونو کښی اوسیږی او ملیاردران کړ شوی دی ، تاسی لوګۍ چی ددوی ملی خیانتونو مقابل کښی دومره بی حسه یاستۍ او ددوی اجنبیو غلامی او د افغان ملت مقابل کښی خیانتونو ته په درنه سترګه ګورۍ نو خپلو بویناکو لوګیو ته دوام ورکړه او د اجنبیو غلامانو داسی کوکریانو سره به هیڅکله د افغان ملت حل لاری امکانات نه یوازی شریک نکړۍ بلکه دداسی کوکریانو خنثی کیدل هم تر پلان لاندی دی ، اوسنۍ حالت عینآ د شورویانو استعمار تکرار دی ، د روسانو او همدارنګه د امریکایانو او انګلیسانو استعمار مینځ کښی هیڅ توپیر نشته ، لوګیه ، په بویناکو لوګیو کښی دومره غرق یاستۍ چی د افغانانو ځلانده تاریخ ته په خپلو بویناکو الفاظو تحقیر کولو څخه هم دریغ نکوۍ ، افغان ملت په خپل تاریخ کښي داجنبیو غلامی ته سر ندی ټیټ کړی او د افغان ملت دا د ویاړنی خصلت لا تر اوسه موجود دی او دا به دوام لری !!!!!

  6. اوریدیلی به دې چې ادب له بې ادبه زده کیږی خو زموږ ادبی فرهنګ له لوګی سره حساسیت او کرکه لری فلهذا
    د دب او ادب تر منځ مردارخوره کمونسته بې ادبه لوګیه سلاما . که دا نه یې کوم بل افت خو حتمایی دتاند په ښایسته ادبی ویب پاڼه کې ولې ستا مستعار نوم تل دوایرس بڼه او هویت لری چې له کرونا هم بدتر دی اوهیڅ ادبی ،کلتوری
    او معنوی معافیت نه لری نو ځکه زموږ تبصری تاته ښکنځل ښکاری.که چېرې ذهنی او یا دپوهې واکسین ته ضرورت لرې خیر دی که لوګی موګی یی یا هر ټولنیزه بل کثافت او بلا بتر …….. سروخت دی دعلاج امکان دې شته خوکه کوم غل یی اونشی کولی چې ثابت هویت کې خان راوپېژنې بیا دخپل بوین لوګیتوب غاړه کې واچوه اود خپلې خولې په اندازه دې ګام اوچتوه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب