جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغان دولت مذاکراتي پلاوی سبا قطر ته ځي

د افغان دولت مذاکراتي پلاوی سبا قطر ته ځي

تاند — د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، ټاکل شوې د افغانستان حکومت مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره د مذاکراتو له سره پیلېدو لپاره قطر ته ولاړ شي.

د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، ټاکل شوې چې د یاد مذاکراتي پلاوي یو شمېر غړي سبا سه شنبه او پاتې غړي تر هغه وروسته دوحې ته ولاړ شي.

نوموړې زیاته کړې چې د دواړو لوریو د مذاکراتي پلاوو غړو په تیر کوچني اختر کې د یوې ګډې ناستې پرمهال د سولې خبرو پر ژر پیلېدو او د دغه بهیر پر چټکېدو باندې ټینګار وکړ.

د آغلې انوي په خبره چې د افغان دولت مذاکراتي پلاوی به په یوې قوي ارادې، پوره ژمنې او ښه چمتووالي سره یو ځل بیا د مذاکراتو ځای ته ځي، تر څو مذاکرات له هغه ځایه چې بند شوي بیا پیل کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د حکومت د مذاکراتي پلاوي ټوله هڅه داده چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په هدف مذاکرات په بریالیتوب او ښه نتیجې سره پای ته ورسوي.

بلې خوا پرون دوشنبه د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم وویل چې د حکومت مذاکراتي پلاوی به د بین الافغاني مذاکراتو له سره پیلېدو لپاره ډير ژر قطر ته ولاړ شي.

ښاغلي عبدالله دغه خبره د افغان حکومت د پلاوي له غړیو سره تر کتنې وروسته پر خپل ټویټر کړې او زیاته کړې یې ده چې په دې لیدنه کې د افغان سولې اړوند وروستیو تحولاتو او په دې برخه کې د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وشوې.

د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي ډلو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات د تیر ۲۰۲۰ کال په سپټمبر میاشت کې پرانیستل شول، خو تر دا مهاله پکې د کوم ښکاره پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

افغان چارواکي وايي، د سولې خبرې ځکه په ټپه ولاړې دي چې طالبان مذاکره نه کوي، خو طالبانو بیا د سولې خبرو کې د ځنډ رامنځته کېدو پړه پر افغان حکومت ور اچولې ده.

قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل خبرې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې په ترکیه کې هم د افغان سولې په اړه د ترکیې او قطر په کوربتوب یوه لویه ناسته جوړه شي.

طالبانو تازه په دې هکله خپل دریځ نه دی څرګند کړی، خو تر دې مخکې یې ویلي و تر هغه چې په افغانستان کې نړیوال ځواکونه حضور ولري دوی په هېڅ تصمیم نیوونکي ناسته کې ګډون نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب