شاعر: خالد ریحان
د جګړې د ورور وژنې له میدانه
د هاوان یوه ړنده مرمۍ راغلې
څه سپېره دوړه شوه پورته
د دې خړ کلي له مینځه
خدایه فضل
بیا د چا د خوني تیر په ملا مات دی
په اشر خلګ لګیادي
په لاسونو خاوري لوټي
یوې بلې خواته شیندي
اسویلی د یوې سپین سرې مې تر غوږ شو
چې له غرېوه په سلګو کې
د ژوندي ماشوم له خولې نه
د یوې شهیدي مور زخمي تی
په سوکه سوکه را کاږي
لا ولاړدی
اسمان نه دی را لوېدلی
بل خوا تږي مسافر کور ته روان دي
د دیدن تندې نیولي
لکه تږي غاټولان د تږې دښتې
چې یو ناګهانه درب شو
خړه دوړه شوله پورته
د موټر پورزې ګډیږي په هوا کې
سوي لوي اندامونه
لولپه د مسافرو
دي خواره واره هرڅه د مسافرو
رغړېدلې مرکنډۍ ده
څنګ ته تم د یوې ماخۍ ده
سترګې هکې دي ختلې
زر ارمانه انتظار پکي ولاړ دي
هلته لرې غوریزه کې
یو غوڅ شوی لاس زنګیږي
موبایل پکې شرنګیږي
خو له ګوتو دم ختلی
تڼۍ نه شي کېکاژلی
لا ولاړ دی
اسمان نه دی را لوېدلی
توربخونه بلا ګرځي په فضا کې
د اورونو سره غونډاري
له وزرو څخه شیندي
مناره یې د بر کلي د جومات په نښه کړې
شنه کوتره لالهانده ده تاویږي
دوړي نه ور کوي لاره
چې تر ځالي پوري ورشي
د بچوڼو احوال واخلي
لا ولاړ دی
اسمان نه دی را لوېدلی
هغه پوري مکتب وینئ
سرې لمبې ترې پورته کیږي
پاڼي پاڼي کتابونه
ویلي شوي قلمونه
وخ، نیمژواندي یوې وشندي جیلکۍ دی
سر په خپله بکسه ایښی
کتابچه یې
پاڼي پاڼي بارودي هوا شیندلې
په حسرت د کورنۍ وظیفې پاڼي ته ورګوري
په سرو وینو دستخط پې د وحشت دبلا شوی
لا ولاړ دی
اسمان نه دی را لوېدلی