Homeخبرونهننګرهار کې پنځه انسان تښتوونکي ونیول شول

ننګرهار کې پنځه انسان تښتوونکي ونیول شول

تاند (سه شنبه د جوزا ۴) د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې د ملي امنیت امنیت ځواکونو د انسان تښتوونکو هغه ډله نیولې چې ۴۵ ورځې مخې یې یو څلور کلن ماشوم یې تښتولی و.

د ننګرهار له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د انسان تښتوونکو دغې پنځه کسیزې ډلې د ماشوم تر تښتولو وروسته د هغه له کورنۍ ۲۰۰ زره پاکستانۍ کلدارې اخیستي او ماشوم یې ورته سپارلی و.

د خبرپاڼې له مخې نیول شوي کسان نظر ګل، نجیب الرحمن، عطاءالرحمن، رغزي ګل او اکرم نومیږي.

د چارواکو په خبره، دغه کسان په جلال اباد ښار، شینوارو، لعلپورې او مومندرې ولسوالیو کې نیول شوي او پخپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...