جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+انسان او احتیاج | رحمت شاه فراز  

انسان او احتیاج | رحمت شاه فراز  

د احتیاج تر ټولو ساده معنا اړتیا ده او محتاج، اړمن یا ضرورتمن کس/شي ته ویلی شي. عمومي تصور دا دی چې هر انسان، بل انسان ته محتاج دی او انسانان، له یو بل پرته نیمګړي دي. اولادونه، خپلو والدینو ته محتاج دي؛ زده کوونکي خپلو ښوونکو ته محتاج دي او دغه راز، د بشري ټولنې تر هر قشر پورې یو انسان هم مستقل او خپلواک نه دی او پر بل انسان تکیه لري. دې موضوع ته هغه وخت زما توجه واوښتله چې یوې همصنفۍ مې د خپلو ټولګیوالو یوه ناسمه – له ټاکلي وخت نه مخکې د رخصتۍ کولو – خبره ومنله؛ او دلیل يې دا را کړ چې که نن زه د دوی خبره ونه منم، نو سبا چې زه دوی ته محتاجه اوسم، دوی به هم زما خبره نه مني. دغه مقاله پر همدې تصور زما او دغې همصنفۍ ترمنځ شوی بحث دی. د احتیاج پر موضوع ما له ډېر پخوا څخه غور او فکر کړی او دې نتیجې ته رسېدلی یم، چې هېڅ انسان، بل انسان ته، په هېڅ وجه هم، محتاج نه دی. انسان یو مستقل بالذات او خپلواک موجود دی.

خپلې همصنفۍ ته مې وویل چې ته اصلاً دوی ته محتاجه نه یې. په ځواب کې يې وویل چې ته به چاته محتاجه نه يې، موږ ټول یو بل ته محتاج یو؛ او که د یو بل اړتیاوې پوره نه کړو، نو څنګه به پرمخ ځو او ټولنه به څنګه پېشرفت کوي؟ د همصنفۍ پوښتنه پر ځای ده، خو غلطي يې دا ده چې ځینې تصورات ترې ګډوډ شوي. هغه څه چې موږ یې احتیاجي او محتاجي بولو، په حقیقت کې هغه موږ ته له نورو لارو رسېږي (یا رسېدی شي). خپلې همصنفۍ ته مې همدا لارې په دې ډول تشریح کړې: موږ یو بل ته احتیاج نه یو، بلکې زموږ هره اړتیا د بشري ټولنې د لومړني اصل ((همکارۍ)) په مټ بشپړېږي (بشپړېدی شي). موږ ټول له یو بل سره همکاري کوو او د همکارۍ او لاسنیوي په ترڅ کې د خپل ځان، د مقابل لوري او په ټوله کې د بشري ټولنې د ودې، نېکمرغۍ او هوساینې لامل ګرځو. دغه همکاري په بېلو بېلو وختونو کې په بېلو بېلو بڼو ځان ښکاروي. کله یو ورور، له بل ورور سره همکاري کوي؛ کله یو مزدور له بل مزدور سره همکاري کوي؛ او زموږ په بېلګه کې یوه همصنفۍ له خپلو ټولګیوالو سره همکاري کولی شي، نه په دې اساس چې یوه ورځ به دا خپله محتاجه وي، بلکې له دې وجې چې په انسان کې د همکارۍ یوه جذبه نغښتې ده. د همکارۍ دغه اړیکه، تل د همرتبه او هم مقامه کسانو ترمنځ پېښېږي.

له دې وروسته مې خپله ټولګیواله، یوې بلې غلط العام او غلط العوام مسالې ته هم مخامخ کړه. د انسانانو ترمنځ تعامل یوازې د همکارۍ پر اړیکه نه وي، بلکې نور لاملونه یا ښه ده ووایو نورې لارې هم شته چې زموږ د اړتیاوو د بشپړتیا سبب کېږي. هغه څه چې موږ يې ځینې وختونه احتیاجي و محتاجي بولو، هغه په اصل کې زموږ د مقابل لوري دنده یا مسؤلیت وي او هېڅ ضرورت نه لرو چې خپل ځان دې لوري ته محتاج وبولو. یو ښوونکی له دې امله خپلو زده کوونکو ته تدریس نه کوي، چې زده کوونکي محتاج ورته اېسي؛ بلکې د دې لپاره دا کار کوي چې خپله دنده او مسؤلیت یې ګڼي او په بدل کې يې یو څه مادي (یا معنوي) لاسته راوړنه هم لري. یو انجینر ولې سرکونه او پلونه ډیزاینوي؟ د دې لپاره چې همدا د انجینر دنده ده او باید يې وکړي، نو دا به ډېره غلطه خبره وي چې موږ ځان هغه ته محتاج وبولو؟ ډاکټر د خپلو ټپي ناروغانو درمنله کول خپله دنده ګڼي، ولسمشر خپل هېواد ته خدمت کول خپل مسؤلیت او فریضه بولي او بل هر مسلکوال په همدې ډول در واخله. نو هغه خدمات/تولیدات چې موږ يې یوازې په دې اساس لاسته راوړو، چې یو چا خپله دنده سرته رسولې، ولې خپله محتاجي وبولو؟ یو زده کوونکی، ولې خپل ځان استاذ ته محتاج وبولي؟ ولې ولس خپل، ولسمشر ته ځان محتاج وبولي؟

د دې لپاره چې بحث ډېر اوږد او څانګور نه شي، خپله خبره مې داسې را ټوله کړه: د مسؤلیت احساس د همکارۍ زېږنده ده، خو برعکس يې بیا درسته نه ده. کله چې مسؤلیت پر ځای کېږي، همکاري صورت نیسي. خو کله چې یو څوک له موږ سره همکاري کوي، نو د دې لپاره يې نه کوي چې مسؤلیت یې دی. د دې لپاره یو کار نه کول چې مسؤلیت یې دی، موږ یوه بل ټکي ته هم رسوي. په ټول کاینات کې یو واحد (entity) هم بل واحد ته محتاج نه دی. مخکې له دې چې خپله خبره وغځوم، همصفنۍ مې پوښتنه وکړه ((سمه ده، انسانان یو بل ته محتاج نه دي، البته حیوانات خو موږ ته محتاج دي.)) په ټولنه کې د تعامل او بېرته ستا د پوښتنې ((څنګه به پرمخ ځو؟)) ځواب یو بله منبعه هم لري. په حقیقت کې حیوانات هم موږ ته محتاج نه دي، موږ چې له حیواناتو سره کومه رابطه یا تعامل لرو، د هغه تر شا یو بل لامل دی. موږ د لارې په سر یوه سپي ته له دې امله خواړه ورکوو، یا یو ټپي حیوان ځکه د حیواناتو روغتون ته رسوو چې موږ د رحم او مهربانۍ جذبات لرو او دغه جذبات هم کله نا کله موږ دې ته اړ باسي چې په حیواناتو زړه وخوږوو، له یوه بې وزلي او غمځپلي سره خواخوږي وکړو؛ او همدا هغه احساس دی چې یوه مور، په نیمه شپه له خواږه خوب څخه د خپل ماشوم لپاره را ویښوي. 

((نو ته فکر کوې چې مور له دې ماشوم سره د هغه د محتاجۍ له امله مرسته نه کوي؟)) 

نه! بلکې د مورولۍ عاطفه، رحم، مهرباني، مینه او د مورولۍ هغه خاصه جذبه چې زه ورته کومه کلمه نه لرم، یوه مور دې ته مجبوروي چې د خپل زوی په کریغه ناڅاپه را بیداره شي. 

((دلته خو مور د خپلو عواطفو یا د مورولۍ خاصې جذبې ته محتاجه برېښي.)) 

دا بیا هم محتاجي نه ده، بلکې مور د خپلې دې جذبې د کرارولو او د خپلې عاطفې د خړوبتیا لپاره دا کار کوي. که په مور کې دغه جذبه نه وي (چې داسې حالت بیا استثنايي بڼه خپلوي)، نو هېڅ کله به هم د خپل زوی لپاره خپل خوږ خوب ته مخه ښه ونه وايي. 

((ښه د ماشوم قضیه بیا څنګه ده؟))

ماشوم محتاج نه دی، خو مجبور دی. البته دغه مجبوریت هم د قدرت یا مور له خوا پرې تپل شوی. که له یوې بلې زاویې ورته وګورو، نو ماشوم د خپلې محتاجۍ (چې اصلاً نشته) د ختمولو پر ځای له خپلې مور سره، د خپلو جذباتو د مړولو لپاره، همکاري کړې. او همدا هغه څه دي چې موږ يې په ټول کاینات کې وینو. 

((ستا د خبرو نتیجه دا راوځي چې شتمن او پر ځان بسیا انسانان اصلاً د ټولنې په وده او پرمختګ کې ونډه وا نه خلي، او کرار لاس تر زنې کېني.))

شتمن یا پر ځان بسیا انسانان ځکه کرار نه شي کېناستلی، چې یو بل شی هم شته چې د هغوی د را مخته کېدو، د یو کار لپاره د خپلو سرچینو وقف کولو او په ټولنیز نظم کې د برخې اخیستو سبب يې ګرځي. دغه ډله خلک د برترۍ او بهترۍ احساس، د ځان لوړ ښودنې سوچ، د ستر مقام جذبه او یو ډول د رهبرۍ حس دې ته هڅوي چې د ځان او مقابل لوري د هوساینې او سوکالۍ لپاره خدمت وکړي. یو بل شی هم شته چې دوی دې کار ته لمسوي. شتمني او بساینه، د بشپړوالي او مکملوالي په معنا نه ده. 

((نو دغه نیمګړتیا او ځینو شیانو ته اړتیا لرل، پخپله یو ډول محتاجي نه ده؟))

هغه شی چې نوموړي کس ته د همکارۍ، مهربانۍ او د مسؤلیت د احساس په جامو کې ور رسېږي (یا ور رسېدی شي)، نو هغه ته دی یا موږ ولې د محتاجۍ نوم ورکړو؟ 

((د خدای او انسان په هکله څه نظر لرې؟))

تر کومه چې د مذهبي انسان خبره ده، نو دا انسان په لوی لاس خپل ځان خدای ته محتاج ګڼي. که له پراخه زاویې او لیدلوري ورته وګورو، نو یو انسان خپل خدای ته هم محتاج نه دی، ځکه د الله تعالی له لوري هره لورېینه او پېرزوینه یوه انسان ته د خدای د مهربانۍ، رحم او ورکړې او دغه راز پخپله د انسان د بندګۍ او خدای ته د سر ټیټولو په پایله کې رسېږي. 

((که خدای ته محتاج نه یو، نو عبادت یې ولې کوو؟)) 

په انسان کې د عبادت او بندګۍ جذبه له یو بل ځایه سرچینه نیسي او فلسفه يې جلا ده. آیا د خدای عبادت، احتیاج ختموي؟ 

((نه…))

په دې معنا چې عبادت او احتیاج له یو بل سره هېڅ اړیکه نه لري. عبادت په یوه موخه کېږي او انسان چې د کوم شي لپاره ځان محتاج بولي، هغه ورته له بلې لارې رسېږي (یا رسېدی شي). نو اصلاً احتیاجي و محتاجي نه پاتې کېږي. 

پورته مې وویل چې په ټول کاینات کې یو 

((… واحد هم بل واحد ته محتاج نه دی، ښه؟)) 

خو یو واحد په خپل درون او په خپل ذات کې ګڼو شیانو ته محتاج کېدای شي. مثلاً، زه خپلو دوو سترګو، دوو لاسونو، پښو او نورو غړو ته محتاج یم. 

((خو ستا د خپلې فلسفې له مخې، دا ټول غړي د همکارۍ له لارې ستا اړتیا پوره کولی شي. نو ولې د محتاجي نوم ورکړو؟)) 

همکاري، لاسنیوی، ترحم و مهرباني، د برترۍ احساس او جذبه له یوه باشعوره واحد نه سرچینه اخلي او زما په بېلګه کې یو غړی هم باشعوره واحد نه دی. بله خبره دا چې همکاري د دوو هم رتبه او هم مقامه واحدونو ترمنځ صورت نیسي، رحم او مهرباني یوازې په ځینو واحدونو کې د ځینو نورو لپاره موندل کېږي، او د برترۍ او بهترۍ جذبه له لوړ پوړ څخه ټیټ پوړ ته متوجه وي. زما په بېلګه کې دغه یو صورت یا شرط هم صدق نه کوي، نو ځکه زه ورته محتاج یم. 

((که کومه ورځ پوه شوې چې ستا د بدن غړي باشعوره شول، نو بیا به دې دغه محتاجي ختمه شي؟)) 

محتاجي یوازې په باشعوره کېدو پای نه مومي، بلکې د همکارۍ، مهربانۍ او برترۍ جذبات، احساسات او فکر هم ورسره غاړه غړۍ وي او که کومه ورځ داسې وشول، نور نو زه دې اړتیا نه لرم چې ځان خپلو سترګو ته محتاج وبولم. 

((د خدای پامانۍ په دې شېبو کې مې یوه وروستۍ پوښتنه هم ځواب کړه، چې ته ولې له محتاجۍ سره دومره دښمني لرې؟)) 

د دښمنۍ پر ځای زه يې د یوې غلط العام او غلط العوام مسالې د سمون او تصحیح هڅه بولم او له شته فکر او تصور سره د اختلاف کلمه ورته غوره ګڼم. په ټولنه کې ګڼ داسې تصورات شته چې باید چیلنج شي او اصلي څېره یې بربنډه شي. دا چې په سترګو کې دې دغه بحث ته لا هم یو څه حوصله ځلېږي، نو یو بل لامل به يې هم درته ووایم. موږ ځینې خاصې اړیکې، ملګرتیاوې او خپلوۍ هم دې ته اماده کوي چې د ځان او یو بل لپاره کار وکړو او په تګ، تګ کې به دا هم درته یاده کړم چې زه هم ستا ملګرتیا دې ته وهڅولم چې تا پوه کړم او ووایم، ته اصلاً چا ته محتاجه نه یې او ضرورت نه لرې چې له یو چا سره په یوه ناسمه خبره موافقه شې. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب