سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسږ به هلمند کې د شاتو د تولید کچه ۳۵.۷ مټریک ټنو...

سږ به هلمند کې د شاتو د تولید کچه ۳۵.۷ مټریک ټنو ته ورسېږي

تاند (سه شنبه د جوزا ۴) د هلمند د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د شاتو د تولیداتو کچه څه باندې ۳۵ ټنو ته ورسېده.

د هلمند د کرنې رئیس زلمی الکو وايي چې دې ولایت کې د شاتو مچیو روزلو کاروبار په غوړېدو دی چې دا مهال سلګونه کسان په کې په کار بوخت دي او له همدې لارې کورنۍ ته نفقه برابروي.

د ښاغلي الکو په خبره تېر کال د دې ولایت د شاتو د تولید کچه ۲۴.۵ ټنه وه چې سږکال به دا کچه ۳۵.۷ ټنو ته لوړه شي.

نوموړي زیاتوي چې د هلمند ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا کروندوګرو ته نږدې ۴۰۰ د شاتو مچیو فارمونه جوړ شوي چې د هرکال په تېرېدو سره یې مچۍ او د شاتو تولید په زیاتېدو دي.

د هلمند د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې دا مهال د دې ولایت فارمونو کې ۱۳ زره او ۱۲۰ صندوقه مچۍ تر روزنې او پالنې لاندې دي.

سرچینه وايي په ۱۳۹۸ کال کې د هلمند په کچه ۱۷.۵ ټنه، په ۱۳۹۹ کال کې بيا ۲۴.۵ ټنه شات تولید شوي و او په روان ۱۴۰۰ کال کې به د دې ولایت د شاتو د تولید کچه ۳۵.۷ مټریک ټنو ته ورسېږي.

د هلمند د کرنې ریاست له خوا په دې ولایت کې د شاتو مچیو د کاروبار د لا پراختیا په پار د روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له دوی سره مرستې او همکارۍ شوي دي.

په هلمند کې د شاتو مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال په دې ولایت کې یو شمېر کسانو د شاتو مچیو روزلو ته مخه کړي چې دلته یې روزنه وکړي او ترې ښه شات تر لاسه کړي.

د هلمند د کرنې ریاست وايي چې په دې لړ کې سلګونه کسانو ته د کاروبار زمینه برابره شوې ده او تر ډېره یې اقتصاد ورسره ښه شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب