Homeخبرونهناټو یو ځل بیا د افغان ځواکونو د دوامداره روزنې او تمویل...

ناټو یو ځل بیا د افغان ځواکونو د دوامداره روزنې او تمویل ډاډ ورکړ

تاند ( سه شنبه، د جوزا ۴مه) د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د استونیا له لومړۍ وزیرې کاجه کلاس سره یوې ګډې خبرې غونډه کې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه يې خبرې کولې وویل، دوی له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په اړه له خپلو متحدینو سره پوره همغږي لري.

سټولټنبرګ وویل، دوی به د یو منظم پلان له مخې ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي خو ټینګار یې وکړ، چې ناټو به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د ناټو عمومي منشي  زیاته کړه، چې دوی به د افغانستان له خلکو سره یو ځای په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره هلې ځلې کوي.

سټولټنبرګ ډاډ ورکړ، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دوامداره روزنه او ملاتړ به کوي.

سټولټنبرګ داسې مهال یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کړې، چې بل لورته نشنل انټرسټ خپرونې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي، چې له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو وتل او دغه راز په هر بل ګاونډي هېواد کې د تاسیساتو جوړول به د متحده ایالاتو واک کمزوری کړي.

سرچېنې زیاته کړې، امریکا تل هڅه کړې ده په سیمه کې د روسیې او چین د نفوذ مخه ونیسي خو د ځواکونو د وتلو په اړه د بایډن پرېکړه به دغو دوو هېوادونو ته د لا ډېرې لاسوهنې او پرمختګ زمینه برابره کړي.

د سرچینو په حواله که څه هم امریکا هڅه کوي د منځنۍ اسیا هېوادونه هم له ترهګرۍ سره مبارزه کې شریک کړي خو زیاتوي  دا چاره تر ډېره عملي نه ښکاري.

نشنل انټرسټ خپرونې د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې ویلي، چې په ټوله کې د ځواکونو وتل به تر افغانستان امریکا ډېره زیانمنه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...