جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ننګرهار د غنمو سږني حاصلات نږدې ٢۰۰ زره ټنه اټکل شوي

د ننګرهار د غنمو سږني حاصلات نږدې ٢۰۰ زره ټنه اټکل شوي

تاند ( سه شنبه، د جوزا ۴مه) د ننګرهار کرنې ریاست مسوولان وايي، چې په دې ولایت کې به  د اټکل له مخې د غنمو سږني حاصلات نږدې ٢۰۰ زره ټنو ته ورسېږي.

د کرنې رییس انعام الله ساپی زیاتوي، چې سږکال د دې ولایت په ۶۸زره او ۸۶۰ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي دي، چې له دغو کروندو څخه به د اټکل له مخې ۱۹۲ زره او ۴۶۹ مټریک ټنه  غنم ترلاسه شي.

د ساپي په خبره، تېر کال یې په  دې ولایت کې د  غنمو ٦٥٢ ټنه اصلاح شوي تخمونه ویشلي، چې ورسره سږ کال په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

نوموړی وایي د دې ترڅنګ یې د کتار په ډول د غنمو د کرکېلي دودول، د ناروغیو او افاتو په تړاو عامه پوهاوی او د اوبه خور د مناسبو وختونو پیژندنې په اړه بزګرانو ته روزنه د دې لامل شوې چي په حاصلاتو کې زیاتوالی راشي.

د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې  تېر کال د ننګرهار په ۶۹ زره او ۲۶۲ هکټاره ځمکه غنم کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه څه باندې ۱۹۰ زره او ۹۰۱ مټریک ټنه غنم ترلاسه شوې وه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...