جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسوداګرۍ وزارت: بامیانو کې د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت لاسي صنایع...

سوداګرۍ وزارت: بامیانو کې د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت لاسي صنایع وپلورل شوې

تاند(سه شنبه، د جوزا ۴) د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، په بامیانو کې د یوه ورځني نندارتون پر مهال د مېرمنو ډېر لاسي صنایع وپلورل شوې.

د دغه وزارت ویاند «فواد احمدي» نن رسنیو ته ویلي، چې دغه یو ورځنی نندارتون په بامیان ولایت کې پرانیستل شوی و، چې مېرمنو پکې خپل لاسي توکي نندارې ته وړاندې کړي وه.

د دوی په وینا، چې دغه نندارتون د بامیانو د صنعت او سوداګرۍ د ریاست په ملتیا او د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست په همغږۍ د کورنیو تولیداتو د بازار موندنې او ملاتړ په موخه پرانیستل شوی وه.

احمدي زیاته کړې، چې دا ډول نندارتونونه د مېرمنو وړتیا لوړوي او ژمنه یې وکړه چې په روان کال کې به افغاني محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه نور نندارتونونه هم پرانیزي.

دغه نندارتون د بامیان په یوه بازار کې پرانیستل شوی و، چې د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت پکې ښځینه لاسي توکي وپلورل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...