دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهبلینکن: نړیوال به د غزې لاسنیوي ته وهڅوم

بلینکن: نړیوال به د غزې لاسنیوي ته وهڅوم

تاند(سه شنبه، د جوزا ۴) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې نړیواله ټولنه به وهڅوي څو له غزې سره مرسته وکړي.

نوموړي نن د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره تر لیدنې وروسته ویلي چې امریکا به په غزه کې د ناوړه بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې دوی به د خپلو متحدینو په ګډون له غزې سره مرسته وکړي او دغه راز امریکا غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې حماس ډله به له یادو مرستو ګټه نه تر لاسه کوي.

د ویلو ده چې په غزه کې تېره اوونۍ اوربند وشو خو تر هغه وړاندې اسراییل پر غزې خونړۍ بمباري وکړه چې د ټولې اسلامي نړۍ توند غبرګونونه یې را وپارول.

د یادونې ده چې تېره ورځ د امریکا نامتو ډیموکراټ سناتور برني سندرز ویلي چې د اسراییل لومړی وزیر یو توکمپال او ظالم شخص دی.

سندرز له سي‌بي‌ایس سره په مرکه کې زیاته کړې چې د فلسطین په غزه کې د وروستي تاوتریخوالي لامل نتانیاهو دی او نوموړی باید په یاده سیمه کې د ترسره شوي جنایت په اړه ځواب ویلو ته اړ کړل شي.

نوموړي دغه راز په غزه کې پر تلپاتې اوربند د ټینګار تر څنګ زیاته کړې چې د امریکا سنا جرګه شاهده ده چې په تېره یوه لسیزه کې د فلسطنیانو پر وړاندې د اسراییل د ترسره شویو ظلمونو بنسټګر نتانیاهو دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب