جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهعبدالله: طالبان نور د جګړې د دوام لپاره پلمه نه لري

عبدالله: طالبان نور د جګړې د دوام لپاره پلمه نه لري

تاند(سه شنبه، د ثور ۴) د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي چې طالبان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د خپلې جګړې د دوام لپاره بله پلمه نه لري.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د راتګ یوازینۍ لار مذاکرات دي. نوموړي دا څرګندونې د دولت له مذاکراتي پلاوي سره په لیدنې کې کړې دي.

د یادې شورا د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د سولې په بهیر کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې اترې شوې دي.

دا لیدنه وروسته تر هغه کېږي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت نن ویلي چې ډېر ژر به په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په ټپه ولاړې خبرې اترې بېرته له سره پیل شي.

د یادونې ده چې نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دوی له طالبانو سره ښې اړیکې لري خو پر دغه ډله کنټرول نه لري.

دده په خبره دوی له افغان سولې سره صادقانه مرستې ته تیار دي او د افغان حکومت په خوښه په دې پروسه کې همکاري کولی شي.

قریشي دا هم ویلي چې په افغانستان کې سوله د افغانانو په ګټه ده او په خبره یې طالبان هم افغانان دي او تر جګړې یې په سوله کې ګټه ډېره ده.

هغه هیله څرګنده کړې چې ژر تر ژره په افغانستان کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

قریشي داسې مهال دا خبرې کوي چې افغان حکومت پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړی بولي او وايي له سولې سره رښتینې همکاري نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب