دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد هسکې مېنې قومي مشران: د دولت مخالفینو سره همکاره کورنۍ باید...

د هسکې مېنې قومي مشران: د دولت مخالفینو سره همکاره کورنۍ باید نغدي جریمه پرې کړي

تاند (سه شنبه د جوزا ۴) د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ قومۍ مشران وايي، هغه څوک چې د دولت له مخالفینو سره همکاري کوي د قوم له خوا به سل زره افغانۍ جریمه کېږي.

دغو قومي مشرانو نن د یوې جرګې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې ولس به د امنیت په تامین کې له حکومت سره همکاري کوي، تر څنګ به یې ودرېږي او هغه کسان چې مخالفینو ته په خپلو کورونو کې ځای ورکړي او یا هم پرې ثابته شي چې له وسله والو سره اړیکې لري، قوم به ترې سل زره افغانۍ د ناغې په توګه اخلي.

تېره ورځ د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې هم ورته پرکړه شوې ده. د قوم مخورو ویلي که هر چا په خپلو کورونو کې د نظام مخالفینو ته ځای ورکړ یو میلیون افغانۍ نغدي جریمه به ترې د ناغې په توګه اخیستل کېږي او کور به یې سوځول کېږي.

امنیتي چارواکو په وار وار ویلي چې د دولت ضد مخالفین د خلکو کورونه د جګړې د سنګر په توګه کاروي چې دوی بیا نه شي کولی پوځي عملیات په سمه توګه مخته یوسي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې له وسله والو سره همکاري نه کوي او د خپلې خاورې د عزت او پرمختګ په خاطر دې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب