جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهطالبانو له خپل اړخه بهرنیو ډیپلوماټانو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړ

طالبانو له خپل اړخه بهرنیو ډیپلوماټانو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړ

تاند (سه شنبه د جوزا ۴) وروسته له دې چې استرالیا په کابل کې د سفارت د تړلو اعلان وکړ، طالبانو ډاډ ورکړی چې دوی به په افغانستان کې د ټولو ډیپلوماټانو او مرستندویه کارمندانو لپاره د خوندي چاپېریال زمینه برابره کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، «د افغانستان اسلامي امارت ټولو بهرنیو ډیپلوماټانو او د بشردوستانه سازمانونو کارمندانو ته ډاډ ورکوي، چې مونږ به دوی ته کوم ګواښ متوجه نکړو.»

نوموړي زیاته کړې، دوی هڅه کوي یو خوندي چاپیریال برابر کړي تر څو بهرني ډیپلوماتان له امنیتي ګواښونو سره مخامخ نه شي.

د استراليا لومړي وزیر سکاټ موریسن نن سهار وویل چې دغه پرېکړه یې د امنيتي ستونزو له کبله کړې او روانه اونۍ به په کابل کې سفارت وتړي.

هغه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په کابل کې د مخ پر زیاتیدونکي ناڅرګند امنیتي چاپېریال په هکله وېره څرګنده کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، د وضعیت له ښه کېدو سره به بېرته سفارت پرانيستل شي خو تر هغه به له کوم بل هېواد خپلې ډیپلوماتیکې چارې سمبالوي.

استرالیا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۸۰ سرتېري لري او ټاکل شوې، چې له ناټو او امریکایي ځواکونو سره د روان زېږدیز کال تر سپټمبر میاشتې له افغانستان څخه ووځي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې استرالیا په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره په بېلو برخو کې همکاري کړې ده او افغان حکومت ددغه هېواد مرستو او همکاریو ته د قدر په سترګه ګوري.

د بیان له مخې د سفارت د تړلو په تړاو افغان حکومت د استرالیا پرېکړې ته درناوی کوي او تمه لري چې دغه پرېکړه موقتي وي.

بهرنیو چارو وزارت همدا راز زیاته کړې په کابل کې مېشت ډیپلوماټیک دفاتر دې د امنیت په اړه اندېښنه نه لري ځکه افغان حکومت د سفارتونو امنیت ته ژمن دی او په دې برخه کې خپلې هڅې ډېروي.

افغان حکومت تمه ښودلې چې استرالیا بېرته ژر تر ژره خپل سفارت په کابل کې پرانیزي.

1 COMMENT

  1. ملا وردکه، د وردکو له نوم جار شي ته بېسواده. تاسې او ديپلوماتانو د ساتنې وعده! والله که هر چا ته ووایې نو له خندا به یې زاره او زړه کړپ وچوي. ديپلوماتان هم په تاسو قاتلینو ځان ساتي. لکه غوښه چې په پشکې یا لیوني سپي وساتې. تاسو چې خپل ملت ته وفادار نه یاست نو ډيپلوماتانو ته به څنګه وفادار پاتې شئ.
    خو د خوشحالۍ خبره داده چې پر جهاد مو چوکي دارۍ ته ترجیع ورکړه. حتما ولې نه، نړيوال ټولنه او سفارت خانې څو قوي او غښتلو سپیانو ته ضرورت لري چې له سهاره تر ماښامه په بند کې غپېدلی وشي او هر څوک چې سفارت خانه ته نږدې شي نو داړې پرې ولګوي. نو زه له ملا برادره غوښتنه کوم چې لومړی ملا عباس او بیا ستا پخوانی ملګری پاکستانی سلیم شاهین ورته معرفی کړي. دوی دواړه په دې کار کې فوق العاده تکړه دي. که د خارجي سفارت له سره مرغه هم تېر شي ددوی رادار یې کشفولی شي او ورته غپلي شي. هېر دی نه شي چې د لست په اخر کې خپل نوم هم وليکې. معاش یې تر هغه خورا زیات دی چې اوس یې ستاسو دال خواره پاکستاني بادران درکوي. هسې خو تاسو لا له پخوا په بعضې ولایتونو کې د چوکیداری کار پیل کړی و، خو تر دې اعلان وروسته دادی رسمي شو. له همکاری مو مننه.
    وروستۍ خبره دا چې د کابل د نیولو خوبونه مو سم دم له سره وباسئ، ځکه چې که د پاک الله رضا وه انشاءالله تاسو ټول به ډېر ژر جهنم ته ولاړ شئ. ددې مظلوم ملت ازار په تاسو پسې دی. والله په قران که د پاک خدای له غضب ځنې خلاص شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب