Homeخبرونهچین وايي، سي پیک به افغانستان ته وغځوي

چین وايي، سي پیک به افغانستان ته وغځوي

تاند(سې شنبه، د جوزا۴) د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، هیواد یې له پاکستان او افغانستان سره د دیپلوماتیکو چاینلونو له لارې په تماس کې دی چې د چین – پاکستان اقتصادي کوریدور (دهلېز) یا سي پیک وغځوي.

د اکانومي مجلې او ګلوب ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د چین د باندنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ همداراز وویل چې سي پیک یوه اقتصادي طرحه ده، کوم درېیم اړخ نه په نښه کوي او د کشمیر د مسلې په اړه پر دریځ اغېز نه لري.

د چین د باندنیو چارو وزارت ویندوی ژاو لییان په پیکینګ کې خبریالانو ته وویل«موږ ته دا هم څرګنده شوه چې افغانستان د ګوادر او د کراچۍ د بندر له لارې واردات او صادرات کوي، پاکستان او افغانستان په چټکو لارو د وارداتو او صادراتو په اړوندو مسلو خبرې کوي.»

ویاند زیاته کړه«چین د کشمیر په اړه خپل دریځ په ځلونو څرګند کړی دی. سي پیک یوه اقتصادي طرحه ده چې دریېم اړخ یې هدف نه دی، او دا د مځکنۍ بشپړتیا له ناندریو سره هیڅ تړاو نه لري. او د کشمیر په اړه به زموږ پر دریځ اغېز ونه کړي.»

اکانومي مجلې او کلوبل ټایمز په خپلو راپورونو کې دې ته اشاره نه ده کړې چې  چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د سي پیک په تړاو په خپلو خبرو کې د کشمیر یادونه ولې وکړه.

ژاو دا هم وویل، سي پیک، چې د سړک او کمربند د طرحې پر اساس یوه مخکښه پروژه ده، د بنسټونو، انرژۍ، بندرونو او صنعتي پارکونو په برخو کې مهم پرمختګونه کړي او چین غواړي چې د افغانستان په شمول یې د سیمې هیوادونو ته پراخ کړي.

په همدې حال کې افغانستان د واخان له لارې له چین سره د مځکني ارتباط لپاره د سړک پر جوړولو کار پیل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...