سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهیارمل: طالبان مو جال کې راګیر کړل، اوس مدني فعالانو او قومي...

یارمل: طالبان مو جال کې راګیر کړل، اوس مدني فعالانو او قومي مشرانو سره حساب کوو

تاند (سه شنبه د جوزا ۴) د لغمان والي په دې ولایت کې وروستیو ناامنیو ته په اشارې وايي چې وسله والو طالبانو ته یې دام ایښی و چې په خبره یې په کې راګیر شوي او دوی په خپل پلان کې کامیاب شول.

رحمت الله یارمل پر خپل فېسبوک لیکلي، « طالبه زویه! اوس دي نو جسدونه او لاښونه سره در ټول که. د يو څو پوستو ایله کیدل درته دښار نیول معلوم سول؟ هغه یو ښه جال وو چي ډیر ښه پکښي را ګیر سوې او یو ښه فرصت وو چي یو څو بی وجدانه او بګېل عسکر د امنیتي او دفاعي ځواکونو دمقدسو لیکو څخه وشړوو.»

ښاغلي یارمل وروسته له هغې دا څرګندونې کړې چې له تېرو څو ورځو راهیسې په پرلپسې ډول د لغمان مرکز مهترلام او همدا شان الینګار، الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې د حکومتي پوستو د سقوط راپورونه ورکړل شول او وسله وال طالبان د مهترلام ښار څنډو ته راورسېدل.

له دې سره سم لغمان ته د تازه دمو ځواکونو په رسېدو سره د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو مشري د افغانستان د پوځ لوی درستیز ستر جنرال یاسین ضیاء په غاړه واخیسته. د ملي دفاع وزارت پرون وویل چې په دې عملیاتو کې له سلو زیات وسله وال طالبان وژل شوي او ژوبل دي.

د لغمان مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه/ د جوزا ۴مه/ په یوه خبرپاڼه کې د وسله والو پر ضد د پوځي عملیاتو د دوام خبر ورکړی دی.

د خبرپاڼې له مخې د هوایي، توپچي او ځمکنیو بریدونو پرمهال په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولايت مرکز پاټک، ابوزئي او قلعه ټک، دالینګار ولسوالۍ شيخ صاحب او د عليشنګ ولسوالۍ دوملام سيمې له وسله والو طالبانو پاکې شوي او ۱۹ وسله وال وژل شوي هم دي.

د لغمان د والي په خبره چې اوس په ښار او ولسوالیو کې د مدني فعالانو، قومي مشرانو او هغو کسانو په وړاندې اقدام کوي، کوم چې په دې ولایت کې په وروستیو ناامنیو کې لاس لري.

رحمت الله یارمل وړمه ورځ هم خبریالانو ته وویل چې ۱۱۷ هغه نظامیان یې نیولي دي چې وظیفوي غفلت یې کړی او یا یې له طالبانو سره لاس یو کړی دی.

طالبانو تازه په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې بیا په لغمان ولایت کې د یو شمېر امنیتي پوستو او پوځي وسایلو د نیولو ادعا کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب