جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: د دولتي کارکوونکو معاشونه دې ډيجیټلي شي

ولسمشر غني: د دولتي کارکوونکو معاشونه دې ډيجیټلي شي

تاند (سه شنبه د جوزا ۴) ولسمشر اشرف غني وایي د دولتي کارکوونکو معاشونه دې ژر تر ژره ډيجټلي شي.

ارګ وايي ښاغلي غني دغه خبره پرون ماښام د مالیې وزارت له سرپرست، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې له رئیس او د افغانستان بانک له سرپرست سره په لیدنه کې وکړه.

د ارګ په خبرپاڼه کې چې نن سه شنبه/ د جوزا ۳مه/ خپره شوه د ولسمشر غني له قوله راغلي چې ژر تر ژره دې د دولتي کارکوونکو د معاشونو ورکړه ډیجټلي کړل شي.

د هغه په خبره یادې ادارې دې په راتلونکې یوه میاشت کې په دې هکله خپله طرحه او پلان له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریک کړي.

ارګ په دې اړه تر دې ډېر معلومات نه دي شریک کړي، خو دمګړی په کلاسیکو سیستمونو د معاشونو ورکړه له ستونزو ډکه ده او د فساد احتمال هم پکې ډېر دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب