یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد فراه ولایت په ابو نصر بندر کې اور لګېدلی

د فراه ولایت په ابو نصر بندر کې اور لګېدلی

تاند (سه شنبه د جوزا ۴) د فراه ولایت په ابو نصر فراهي سوداګریز بندر کې د تېلو په یوه زیرمه کې اور لګیدلی دی.

له سیمې څخه تر لاسه شوي تصویرونه ښيي، چې دود او لوخړې هوا ته پورته کیږي.

د راپورونو له مخې اور نن سهار لګېدلی چې لا هم نه دی مهار شوی او اټکل کېږي چې درانه مالي زیانونه به یې سوداګرو ته اړولي وي.

حکومتي سرچینو په رسمي توګه تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د اورلګېدنې اصلي لامل روښانه شوی دی.

دا اورلګېدنه داسې مهال رامنځته کېږي چې په وروستیو کې په سوداګریزو مرکزونو، ګمرکونو او بندرونو کې دغه ډول مرموزې اورلګېدنې ډېرې شوې دي، خو مسؤلین یې د اصلي جرړو په پیدا کولو کې نه دي بریالي شوي.

1 COMMENT

  1. وروستۍ اورلګیدنې د ای اس ای په الارښوونه د طالبانو په مرسته د افغانستان اقتصادی محاصره او او مالی اقتطادی بحران ته لار جوړول دی. دا هماغه تکتیک دی چی ای اس ای د نجیب او ربانی پر ضد په کار واچاوو او بالاخره قدرت فرعونی مجاهدینو ته ورسید چی تر اوسه یې د حل لار ورکه ده!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب