جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان ځواکونو په هرات کې د طالبانو یو زندان مات کړی

افغان ځواکونو په هرات کې د طالبانو یو زندان مات کړی

تاند ( سه شنبه، د جوزا ۴مه) ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات کړی.

دفاع وزارت زیاته کړې، چې له دې زندان څخه یې ۴۱ هېوادوال راخوشي کړي دي.

سرچینه وایي، چې په دې ډله کې ۱۹ تنه یې نظامیان او پاتې نور يې ملکي وګړي دي.

افغان پوځ وایي، چې د دې زندان د ماتولو پر مهال له طالبانو سره جګړه شوې او له امله یې ۷ طالب وسله وال هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې افغان ځواکونو تېره ورځ هم په بغلان ولایت کې د طالبانو یو زندان مات کړی وو او بندي کسان یې ترې خوشي کړي وو.

امنیتي سرچینو تېره ورځ ویلي وو، چې بغلان ولایت کې یې د طالبانو له زندان څخه هم ۸ افغان سرتېري خوشي کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب