جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان یوځل بیا افغان سوله کې ريښتینې مرستې ته چمتووالی ښودلی

پاکستان یوځل بیا افغان سوله کې ريښتینې مرستې ته چمتووالی ښودلی

تاند ( سه شنبه، د جوزا ۴مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په خپله یوه تازه مرکه کې له افغان سولې سره صادقانه مرستې ته تیاری ښودلی دي.

قریشي زیاته کړې، چې دوی له طالبانو سره ښې اړیکې لري، خو پر دغه ډله کنټرول نه لري.

د ده په خبره دوی له افغان سولې سره صادقانه مرستې ته تیار دي او د افغان حکومت په خوښه په دې پروسه کې همکاري کولی شي.

قریشي دا هم ویلي، چې په افغانستان کې سوله د افغانانو په ګټه ده او په خبره یې طالبان هم افغانان دي او تر جګړې ورته سوله ګټوره ده.

هغه هیله څرګنده کړې چې ژر تر ژره په افغانستان کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

قریشي داسې مهال دا خبرې کوي، چې افغان حکومت پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړی بولي او وايي له سولې سره رښتینې همکاري نه کوي.

په دې وروستیو کې د افغان حکومت لوړپوړو چارواکو هم د پاکستان پر وړاندې تونده لهجه وکاروله او له هغوی یې وغوښتل چې د افغانستان په چاروکې لاسوهنه ونه کړي.

افغان سیاسیون هم په وار وار د پاکستان پر نیت شک ښودلی.

دوی وایي، که پاکستان په افغان سوله کې ريښتيني اقدامات وکړي، لرې نه ده چې ژر به افغانستان کې روان وضعیت بدلون ومومي.

3 COMMENTS

  1. تاند چې په نورو سایټونو یو ښه والی درلود دلیل یې ملي سیاست وو، چې د افغان او افغانستان ګټو ته یې په بل هر څه ترجیح ورکوله لاکن دا څووم ځل دی چې زه په کې د پاکستان د ګټو خبره لولم. آیا تاند هم له پاکستان نه د پیسو ترلاسه کول پیل کړي دي؟ که نه، بیا خو داسې په کار نه ده. تاسو د هغه پاکستان په هکله چې له ۴۵ کالونو راهیسې د افغانستان د ورانولو او د افغانانو د وژلو سیاست پرمخ بیایي په کوم اساس داسې عنوان ټاکئ؟ اول خو په کار نه ده چې د پاکستان د چمتووالي خبر خپور کړئ او چې خپروئ یې هم بیا د (پاکستان یوځل بیا افغان سوله کې ريښتینې مرستې ته چمتووالی ښودلی) پرځای کولی شئ ولیکئ (پاکستان وایي، غواړي د افغانستان د سولې په مسئله کې ریښتنی رول ولوبوي) یا (پاکستان:‌ دا ځل مونږ د افغانستان په سوله کې مثبت رول لوبوو) چې په دې ډول یې پخوانۍ چارې او فعالیتونه نفي کیږي هم. چې ریښتیا خبره وي د عنوان په لوستلو سره ما نور خبر نه دی لوستلی ځکه له عنوان نه معلومیږي چې لاندې به څه وي.‌ خفه مو کړم. 🙁

  2. دا قریشي نه دی فروشي دی. دده او د دا نورو تور مخو شياطینو له سره نیولې تر لکيه او د تر کونې ټول فروشي دي. دوی نه مخ لري او نه شاه. والله چې قران یې په سينه او خولې هم لیکلی وي بیا یې هم خبره د منلو نه ده. دوی چې له خپل پروردګار سره دوکه کوي له مخلوقاتو سره یې ضزور کوي. افغان دولت او سیاسیون باید هيڅکله ددې پليدانو دوکه ونه خوري.

  3. شاه محمود قریشي هم یو پنجابی دی ، هغه بله ورځ یې د حمدالله محبوب د رښتینو خبرو په ځواب کې څومره په زشته لهجه او په ټول نفرت سره د افغانستان د مشرانو پرضد خبرې کولې.
    کله چې د افغان ملي اردو سرتېرو د هېواد په بېلابېلو برخو خصوصا په لغمان کې د پنجابیو دسیسه ناکامه کړله ، نو دوی یوځل بیا د سولې خبره وړاندې کړه چې خپلو اجیرانو ته لږ دمه ورکړي او خپل اجیر پوځ مړي پنجاب ته واړوي .
    د دغو منافقینو په خوله هېڅ اعتبار ندی په کار . لعنت دې وي پر منافقینو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب