جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاسترالیا په موقته توګه کابل کې د خپل سفارت د تړلو اعلان...

استرالیا په موقته توګه کابل کې د خپل سفارت د تړلو اعلان وکړ

تاند (سه شنبه د جوزا ۴) استرالیا په روانه اونۍ کې په افغانستان کې د خپل سفارت د تړلو اعلان وکړ.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپاره شوي بیان کې چې نن سه شنبه/ د جوز ۴مه/ خپور شو راغلي چې د بهرنیو ځواکونو د اېستلو له پرېکړې سره هممهاله استرالیا د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده چې له دې سره ددغه هېواد سفارت ته امنیتي ګواښونه جوړېدلی شي.

د بیان له مخې، په افغانستان کې اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی نو له همدې امله دوی پرېکړه کړې چې خپل سفارت په کابل کې په موقته توګه وتړي.

دغه هېواد ویلي چې د شرایطو له ښه کېدو سره سم به خپل سفارت بېرته کابل کې پرانیزي، خو تر هغه به له افغانستان سره خپلې ديپلوماتیکې اړیکې له کوم بل هېواد پالي.

استرالیا ویلي د سفارت تړل په دې مانا نه دي چې دوی له افغانستان سره له خپلو ژمنو په شا شوي، بلکې په خبره یې خپلو همکاریو ته به ادامه ورکوي.

دغه سفارت به د مې په ۲۸ مه تړل کېږي. افغان حکومت بیا تر اوسه په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

افغانستان او استراليا له تېرو ۵۰ کلونو له يو بل سره ديپلوماتيکې اړيکې پالي او د لومړي ځل لپاره یې په ۲۰۰۶ کال په کابل کې خپل سفارت پرانیستی و.

له افغانستانه د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې پورې د نړیوالو ځواکونو د وتلو اعلان په کابل کې د امنیت په هکله اندېښنې ولاړې کړي، خو افغان چارواکو په وار وار ډاډ ورکړی چې د امنیت د خوندي کولو توان لري.

3 COMMENTS

  1. زما په نظر دا او دی ته ورته کارونه ټول د یو پلان له مخی کیږی تر څو طالب ته لابی ګری وکړی. طالب قوی وښایی پاکستان ته امتیاز ورکړی او په افغان دولت فشار راوړی. زه وایم که په دایمی ډول هم بند شی باګه نکوی.

  2. د استرالیا تیزن دولت ته!
    لا تر اوسه یې مغزه په کرار نه دي – چا چې ماسره وهلی سر په سنګ دی
    +
    لا تر اوسه په لړزه پریوزي له کټه ـ اوریدلی چا چې زما د ترې شرنګ دی
    استرالیا له خپلو هغو فجایعو ویریږي چې زمو نږ د مظلوم ملت په حق کې لې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب