جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماسیف علي خان ولې د بالیووډ د نورو خانانو په څېر ډېر...

سیف علي خان ولې د بالیووډ د نورو خانانو په څېر ډېر بریالی نه دی؟

تاند ( سې شنبه، د جوزا ۵ مه)  د بالیووډ سینما مخکښ خان سیف علي خان وایي، دی په بالیووډ کې د نورو خانانو لکه سلمان، شاه رخ او عامر په څېر بریالی نه دی روان.

که څه هم سیف د خپلو نورو هم عمره اداکارانو په څېر نه او ترې بدل خواص لري؛ خو تازه په یوه مرکه کې وایي چې د ځینو لاملونو له کبله د هغوی په څېر نه دی.

سیف وایي، تل د خپل کار سره کار ساتي او هڅه نه کوي د نورو اداکارانو په څېر ډیر ستړی کار او په ځان فشار راوړي.

خو نوموړی د باليووډ په څلور غوره خانانو کې تل شمېرل شوی دی.

سیف علي خان وايي، هغه په دې اړه پوره خبر دی او له هیچا سره د منډې یا رقابت لپاره نه دی راغلی؛ مګذ یوازې خپل کار کوي.

نوموړي په یوه مرکه کې دا منلې ده چې هغه د شاه رخ خان، سلمان خان او عامر خان په څېر کامیاب نه دی.

هغه وايي په خپل ځان یې تجربې کړې دي، اوس هم په خپله خوښه او د خپلې خوښې کار کوي او ځان له بل چا سره نه مقایسه کوي.

سیف علي زیاته کړې چې شاه رخ خان، سلمان خان او عامر خان هغه څوک دي چې پېدایشي اداکاران زېږېدلي دي، خو دی له هغوی بدل دی.

د سیف په وینا، زه په داسې وخت کې باليووډ ته راغلم چې دلته د سوپر سټار جوړېدو پر ځای ما بېلا بېلې تجربې شروع کړې.

نوموړی زیاتوي چې باليووډ کې د کامیابۍ لپاره ټاکلې لار نه شته، خو هغه ډېرې تجربې وکړې او له دې لارې يې اداکاري هم ډېره ښه زده کړه.

هغه د اکشی کمار په اړه هم وایي چې خپل ځان يې دې ځای ته په خپل استعداد رسولی دی.

د بالیووډ دا خان خلکو ته په توصیه کې وایي، تاسې ته نه دي په کار چې خپلې هیلې پرېږدئ، بلکې تل خپلو کارونو ته دوام ورکړئ، نوي څه وکړئ او پایله يې نورو ته پرېږدئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب