یکشنبه, مې 19, 2024
Homeداسې هم شتههغه مېرمن چې ټوله نړۍ کې د ږیره ورې ښځې په نوم...

هغه مېرمن چې ټوله نړۍ کې د ږیره ورې ښځې په نوم یادیږي

تاند – په نړۍ کې تر ټولو ډېره ږیره لروونکي ښځه ماریا نومیږي چې اوس ۴۹ کاله عمر لري.

ماریا وایي، د لومړي ماشوم تر زیږولو وروسته یې په وجود د ډېرو وېښتانو راوتل حس کړل او په تدریجي ډول یې په مخ د نارینه و په څېر ږیره راغله.

دا ږیره لرونکې مېرمنه وایي، په ۲۰۰۸ م کال کې یې پرېکړه وکړه چې د ږیرې پټولو او له منځه وړلو په ځای یې د سړیانو په څېر پریږدي او ځان ورسره عادت کړي خو په وینا یې هغه وخت دا جنجال پیل شو.

ماریا ویلي چې د دې ویښتانو څخه د خلاصون لپاره یې ټولې هڅې بې ګټې وې او ونه توانیده چې د دې کار مخه ونیسي.

دغه مېرمن همدا راز زیاتوي چې په لومړي ځل یې په ۲۰۰۸ م کال کې پرته له کومې ناراحتۍ خپل انځورونه په بلاک کې خپاره کړل چې د مثبتو کمنټونه ترڅنګ یې منفي کمنټونه هم تر لاسه کړل.

د ماریا په وینا، زما هیله او قوي اراده د دې لامل شول چې اوس په ټوله نړئ کې د تر ټولو ډیرې ږیرې لروونکې ښځې په نوم یادیږي.

۴۹ کلنه ماریا اوس په یو سرکس کې کار کوي او ژوند یې ښه پر مخ روان دی.

دا لومړئ مېرمن نه ده چې ډېره ږیره لري؛ مګر په نړۍ کې داسې نورې ښځینه هم شته چې د نارینه وو په څیر اوږدې ږیري لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب