جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بښنې نړیوال سازمان؛ افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه...

د بښنې نړیوال سازمان؛ افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

تاند ( سه شنبه ، د جوزا ۴مه) د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د بښنې نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې هېوادکې د بشري حقونو په تېره د ښځينه وو د حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

سرچینه وایي، د بهرنیو ځواکونو وتلو دا مسئله لا ډېره له ګواښ سره مخ کړې ده.

سرچینې ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ښایي د مېرمنو او ښځو حقونو ته خطر جوړ شي او په دې برخه کې تېرې لاسته راوړنې له منځه لاړې شې.

د بښنې نړیوال سازمان پر نړیوالو غږ کړی،چې د افغانستان د سولې او روان وضعیت په اړه مسوولانه چلند وکړي.

دا اندېښنه داسې مهال ښوول کېږي، چې اوس هم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې جګړه په شدت سره روانه ده.

روانې جګړې عام افغانان سخت اندېښمن کړي او له امله یې زرګونه کورنۍ په سختو حالاتو کې ژوند تېروي او لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

یواځې په تېرو درېیو اونیو کې په لغمان کې د جګړو له امله څه باندې ۲زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې، چې اوس له سختو حالاتو سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب