جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان او اندونېزیا نن د فوټبال دوستانه لوبه لري

افغانستان او اندونېزیا نن د فوټبال دوستانه لوبه لري

تاند ( سه شنبه، د جوزا ۴مه) د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسوولان وایي، ټاکل شوې د افغانستان او اندونیزیا د فوټبال ملي لوبډلې نن یوه دوستانه لوبه لري.

د یاد فدراسیون ویاندفیروز مشعوف رسنیو ته ویلي، چې دا لوبه په هېڅ تلوېزیون نه ښودلی کېږي.

نوموړی وایي، دواړه لوبډلې په یوه حساس وخت کې قرار لري نو له همدې امله دا لوبه هم په تلوېزیون نه ښودل کېږي.

مشعوف زیاتوي، چې نننۍ لوبه د قطر د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام ته د لار موندنې او د اسیا جام په درشل کې ترسره کېږي.

 یادونې ده چې افغانستان په E ګروپ کې له قطر، عمان، هند او بنګله دېش لوبډلو سره لوبېږي.

دلته بیا په ګڼ شمېر د فوټبال افغان مینه وال د دې لوبې بریا ته په تمه دي.

دوی وایي، هیله لري چې افغان لوبغاړي له دې دوستانه لوبو وروسته په رسمي لوبو کې هم ښه وړتیا وښيي او هېواد ته بریاوې راوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب