سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهلغمان کې د جګړې شدت؛ نور تازه دمي کمانډویان هم ور ورسېدل

لغمان کې د جګړې شدت؛ نور تازه دمي کمانډویان هم ور ورسېدل

تاند (یکشنبه د جوزا ۲) د لغمان مرکز مهترلام ښار اوسېدونکي وايي، جګړه د مهترلام ښار دوه کيلو مترۍ ته رسيدلې ده.

د ځايي سرچينو په وينا، نن له غرمې وروسته د مرکز اړوند  اب زايي، خان کلا، ساپيو کلا او بي بي هاجرې ترڅنګ يو شمېر نورې پوستې سقوط شوي او مازدیګر ناوخته د دې ولایت په محبس هم جګړه شوې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي بیا رسنیو ته ویلي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست او لوی درستیز جنرال ياسين ضيا، د ملي امنیت لوی ریاست مرستیالان او ورسره د کومانډو ځواکونو ځانګړې قطعې دم ګړۍ په مهترلام کې دي او ډير ژر به وضعیت کنټرول شي.

د دولتزي په وینا، اليشنګ خواته يې جګړه قابو کړې او طالبان يې تر شمکټه پورې په شا تمبولي او الينګار خواته به هم ډېر ژر چاڼيز عمليات پيل شي.

ورته مهال د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي هم یکشنبه ماښام ۸:۲۵ بجې پر خپل ټویټر لیکلي چې لغمان ولایت ته زیات شمېر کمانډویان رسېدلي او د دې ولایت په ولسوالیو کې یې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

د ده په خبره چې افغان ځواکونه به وسله والو طالبانو ته اجازه ورنه کړي څو خلکو ته زیان ورسوي.

طالبانو تازه په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

نن سهار د لغمان والي رحمت الله یارمل هم دغه ولایت ته د تازه دمو افغان ځواکونو د ورسېدو خبر ورکړ.

تیره شپه د افغانستان لوی درستیز یاسین ضیا په مشرۍ د امنیتي او دفاعي ارګانو یو لوړ رتبه هیئت لغمان ته د امنیتي وضعیت د کنټرول په موخه سفر کړی دی.

لغمان ته له مرکز کابله د هېواد په کچه د دغه امنیتي او دفاعي پلاوي ورتګ په داسې حال کې کېږي چې د لغمان د ناامنه وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي او د ځایي خلکو په باور، که جدي پاملرنه ورته ونه شي نو لغمان به د سقوط تر بریده ورسېږي.

دغه اندېښنې هلته پسې ډېرې شوې چې د لغمان په دولت شاه، علیشنګ او علینګار کې ګڼ شمېر پوستې او امنیتي نقطې د وسله والو طالبانو لاسته ورغلل.

طالبانو تازه تر دې وړاندې په لغمان کې د یوشمېر امنیتي پوستو، یوې ولسوالۍ او یو شمیر مهماتو او تجهیزاتو د نیولو ادعا کړې وه.

3 COMMENTS

  1. د افغانستان مسلمان او ویاړلی ولس خپلو نظامیانو او کماندویانو ته د پنجابي اجیرو ملیشو پرضد د بریالیتوب دعا کوي .
    مونږ دخپلوباشهامته او غیرتي پوځیانو په بریالیتوبونو ویاړو. هیله ده چې دا ځل ټالبي اجیرو ملیشو ته داسې د عبرت درس ورکړي چې یوځل بیا پر جلال آباد ښار د 1369 کال دپنجابي پوځ مخامخ تعرض او تاریخي ماتي تجربه بیا تکرار کړي.

  2. د لغمان خلک او سپین ږیري باید اوس پوه شي چې طالب د پلار په دسترخوان نه دې لوی شوئ چې د مشر خبره واوري. دوی ته د افغان مشر او کشر خبره، د افغانستان ابرو او غزت اهمیت نه لري. هر څه یې چې بادارن او د مور مېړونه ورته ووايي همغه کوي. تاسو د سپو په خوله اوربند کړی وه. خو دا ډېر ښه شو چې دا د لعین فرعون اولاده مو نور هم وپېژنده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب