جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبکستان غواړي د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا رېللار...

ازبکستان غواړي د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا رېللار جوړه کړي

تاند(شنبه، د جوزا۱) ازبکستان لېواله دی چې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د افغانستان له لارې رېللار جوړه کړي.

دا هیواد وايي چې په دې پروژې کې ګډون ته نړیوال بانک او د امریکا د مالي همکارۍ د نړیوالې پراختیا ادارې لېوالتیا ښوولې ده.

د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ د وزارت په وینا نړیوال بانک د افغانستان د مزارشریف او د پاکستان د پېښور ښار ترمنځ د رېللار د جوړولو لپاره د ډیزاین تخنیکي ملاتړ او مالي مرستې ته چمتووالی ښوولی دی.

وروسته له دې چې د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزارت چارواکو د اروپا او منځنۍ اسیا لپاره د نړیوال بانک له مرستیال رييسې انا بیردي سره خبرې وکړې، دوی وویل چې د افغانستان له لارې له پاکستان سره دا نښلونکې پروژه ۵ ملیارد ډالره لګښت لري.

دا رېللار، چې ۵۷۳ کیلومتره اوږده ده، د کال د ۲۰ ملیون ټنه مال د ترانزیت ظرفیت لري.

دا رېللار به د ازبکستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ ارتباط ټینګ کړي.

دا پروژه درې مهم امتیازونه لري. لومړی دا چې د منځنۍ اسیا له لارې به د جنوبي اسیا او اروپا ترمنځ د مالونو د ترانسپورت کېدو وخت او لګښت خورا کم کړي.

دوهم دا چې دا نوې (ترانس افغان) رېللار به، چې د پاکستان له کراچۍ، بن قاسم او ګوادر سمندري بندرونو سره وصل کېږي، له منځنۍ اسیا څخه د مالونو صادرات خورا ډېر کړي.

درېیم؛ دا لار به د اسیا او اروپا ترمنځ په ارتباط کې د سیمې تاریخي رول یو وار بیا د مځکې له لارې ژوندی کړي.

د سیمې په کچه د پراخو ارتباطاتو په لړ کې روسیې ازبکستان ته د روسیې – هند د رېللار د جوړېدو وړاندیز کړی دی. دا دهلېز به له ازبکستان او افغانستان څخه تېرېږي او روسیه له هند سره وصلوي.

د روسیې او زبکستان د رېللارو چارواکو روانه اوونۍ په دې موضوع خبرې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب