پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د لغمان ویرنه| محمد نعمان دوست

د لغمان ویرنه| محمد نعمان دوست

پروت په وینو کې ګلاب زما د باغ دی
دې منظر راته جوړ کړی په زړه داغ دی
د ویالو د غاړو ټول شینشوبي سره دي
وینې داسې پکې ځي ته وا اوبه دي
له توتانو ډکې څانګې چا پرې کړي
شنه سپیدار یې د چمن ټول اره کړي
سیند ته ګورئ؛ جسدونو سره درومي
له غوڅ شویو اندامونه سره درومي
څپه پورته شي او سر پکې ښکاره شي
په ګولیو سور ټټر پکې ښکاره شي
شین لغمان مې په اورونو کې راګیر دی
په هر کور کې ژړاګانې دي او ویر دی
د غنمو په فصلونو اور بلیږي
د چنچڼو بچي ولږې نه مړه کیږي
د ښارو بچي په ځاله کې سوزیږي
تور لوګي له شنه چناره پورته کیږي
غلی غلی د خپل زوی جسد ته ګوري
تښتیدلي  یې له ژبې ځنې توري
یوې مور د لور جسد غیږ کې نیولی:
دا ویریږي، ځان نه یې نشم بېلولی
هلته ګوره؛ جینۍ پریوته له منډې
سره مرمۍ یې شوه سړه په سپینې ټنډې
چیرته پاتې لوپټې چیرته پڼې دي
تښتیدلې سرتور سر لوڅې پښې دي
غورځیدلی دلته ناوې نه سور شال دی
دومره ویره خورول په خدای وبال دی
ځوانه! څه کوې لوګیو ته دې پام دی؟
چې نړیږي خو همدغه زموږ بام دی
تا د خپلې باغچې ټول ګلان پرې کړي
او چړې دې په خپل قام تکې سرې کړي
راشه وګوره؛ ویشتلی دې خپل ورور دی
ویجاړ کړی دې د خپلو خلکو کور دی
ته به مړ شې ښخیدو ته به څوک نه وي
ستا په ویر کې ژړیدو ته به څوک نه وي
د جګړې د سوداګرو کار روان دی
په خندا دي، وایي څه احمقه قام دی
چې ترڅو یې عقل سر ته پورته کیږي
تر هغې زموږ دوکان په خوند چلیږي
په خپل عقل د جګړې دوکان سم وران کړه
ښاد،خوشاله په دې کار غمجن نعمان کړه
۱۴۰۰/جوزا/۳
نعمان دوست

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب