ډاکتر ماخان میږی شینواری
دا په دې پرېپوهېدنه، چې کړنویونه ټولګیز دي او باید ټولګیز شي.
دالاندې ټول هغه څه دي، چې که څېړلشوې وي، ځو ډېر ښه او که نه، نو دایې بنسټیزه لیکنه او پیل دی، چې نوره باید روښانه شی او روښانونه یې یې په ګرانو مینه والو لوستونکو او د ريښې خاوندانو باندې وي.
د پښتو په کړنو کې نه دا چې د کړنويونو بڼه بدلیږ، په پښتو کې د کړنویونو په بېلا بېلو وختونو کې نومځای نیوي هم بدلیږي او دا څنګه، په کوم ډول کړنویونو کې او څنګه؟
دا پوښتنې هم باید وڅېړل شي. داسې پیل کوو:
و لاندې ته یادونه: له دې فکر سره مخ شوم او ومې غوښتل له لتاسو سره یې ګډ کړم، چې یو له بل سره مو مرسته کړې وي. کېدی شي دا کار تاسو لا د مخه کړی وي. که مهالونه او نومونه یې را څخه سم ونه لیکل شو بخښنه دې وي او تاسو یې سم کړۍ، چې همدا له اوسه مو د مرستې مننه.
زه به دا ویونه داسې وبولم: دا هم د الماني په مرسته، خو د پښتو ژبلار لپاره.
۱ – ناځواکمن کړنوییونه: هغه ویونه، چې خپل بنسټ ساتي او د وختونو سره بڼه بدلوي، ناځواکمن کړنوییونه بلل کیږي.
۲ – ځواکمن کړنوییونه: هغه ویوونه چې پوره بڼه نه ساتي او په یوه لار بڼه بدلوي، خو ټوله بڼه د ناځواکمن وییونو په څېر نه ساتي، خواکمن کړنوییونه بلل کیږي.
۳ – بې لار ګړنوییونه: هغه ویونه، چې سوچ بوچ لار نه لري، بېلارې کړنوییونه بلل کیږي.
دا ټول وییونه دې ګران لوستونکي په ټولګیو د وېشلو وروسته سره ټولګیز ولیکې.
بېلګې:
بېلګه و ۱ – ته: درېدل:
اوسمهال: درېږم، درېږې، درېږي او نور
روان اوس مهال: درېدلی یم، درېدلی وې، درېدلی وو او نور
تېر مهال: درېدلی وم او نور
راتلونکی: وبه درېږم، وبه درېږې، وبه دریږي او نور
درېدم، درېدې، درېده او نور
بېلګه و ۲ ته: خوړل
اوسمهال: خورم، خورې، خوري.
روان مهال: خوړل مې. خوړل دې، خوړل یې، خوړل مو
اوس تېر مهال: ومې (ودې، ومو، ویې) خوړ، خواړه یا خوړل
تېر مهال: خوړلي مې(دې، مو، یې) وو.
راتلونکی: وبه یې خورم(خورو، خورې، خورۍ، خوري).
پوښتنې ته په ځواب کې ؟: خوړلې مې (مو، دې، یې) دي(وو).
بېلګه و ۳ ته: تلل:
اوس مهال:ځم، ځې، ځو، او نور
اوس مهال: لاړم، لاړو، لاړې، لاړۍ، لاړه، لاړل، لاړه، لاړې(لاړلې)
روان مهال یا څنګه مهال؟؟؟: اوس تېر مهال:تللم، تللو او همداسې نور.
تېر مهال: تللی وم ( وو، وې … او نور)
راتلونکی مهال: لاړ به شم. او نور
-؟ تللی به وی.
دا پورته ګوره درې ډوله کړنویونه راغلي. داباید ښه روښانه شي، چې داویونه څه بلل کیږي او دا ژبلاریز بدلونونه یې هم باید پوره وڅېړل شي. هغه بنسټ یې دا پورته دی.
په پورنه نومځاینیوو کې موږ ځانیز نومځاینیوي نه دي کارولې یا نه کاریږي او که څنګه؟. د دې ډول نومځاینییو لپاره دڅېړنې او بللو بل ځای شته. هغه ورته وګورۍ.
یادونه: دما د پښتو ژبلار د ښوونځې لپاره لیکنه کې کېدی شي دا نور ډولونه راغلي وي،او که نه، نو ورزیات به یې کړم او تاسو یې هم پوره کولی شۍ.
یوه بله ستونځه:
په پښتو ژبلار کې له یوې بلې ستونځې سره هم مخامخ شوم او هغه دا چې. ځنې خویویونه داسې انګېرل کیږي، چې ګوندې کړنوییونه دي، چې له تاسو سره یې ګډوم:
موږ خویویونه لرو او پوښتو، چې د دې خویویونو سره یو څه څنګه ابادوو:
خویویونه: سپین، رنګه، ښکلی، جګ، خراب، جوړ، ټیټ.
یوه څه ته خوي ورکړه څنګه کیږي؟
که یو څه غواړې ښکلی کړې، نو دا ښکلي کول دي. خویویی + کول
که یو څه غواړې خراب کړې، نو دا خرابول دي. خویوي + -ول
خراب، خرابول او که خراب کول؟ نابلد خو په ژبلار برابر.، سپین، سپينول، که سپينکول، رنګ کول او که رنګول. ښاېسته او ښاېستول او که ښاېسته کوم، خو ښکلي ښکلي کول، چې ښکلویل ورسرهسم نه راخي او کهښه نه برېشي؟ نور دې ګران مینوال سره جوړ کړې.
یو نوم او یا شي ته یو خوي ورکول:
په ځنو خویویونو پسې ول زیاتیږي. داپه دې پرېپوهېدنه چې خوي وی + ول
او په ځنو پسې یېا کول ورزیاتې، دا په دې پرېپوهېدنه چې: خوي وی + کول
دا ځانګړنې دي او که باید یوې لار ته سره راوړل شي او ایا دې کې هم یوه لار شته او که توکلي همداسې دي.
رنګ کول
رنګول او رنګ کول.
ښکته کول، پورته کول
ټيټول جګول
دا هم فکر ته راځي، چې ګوندې دا به همغه لار وي، چې په ځنو ځایونو کې دا د کول ،، ک ،، نه لیکل کیږي، خو زه پرېکړه پرې نه شم کولی او مشوره مو غواړم.
له بلې خوا په پورته کې یو توپیر په دې کې شته، چې دا لومړی خویوی په ،،ه،، پایکيږي او دا بل بیا په بېغږیزه توري پای مومي. دا دې نو ګران ژبمینه وال سره و څېړي.