پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ پر لوبلړۍ خبرې روانې دي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ پر لوبلړۍ خبرې روانې دي

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۲مه) پاکستاني رسنۍ وايي، چې د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالیو ترسره کولو لپاره د دواړو هېوادونو د کرکټ ادارو د مشرانو ترمنځ خبرې روانې دي.

رسنۍ وایي، چې دا نړیوالې یو ورځنۍ لوبې به په متحده عرب اماراتو کې ترسره کېږي او افغانستان به یې کوربه توب په غاړه لري.

سرچینو ویلي، چې د پاکستان ملي لوبډله به د ویسټ انډیز له سفر وروسته متحده عربي اماراتو ته سفر کوي او هلته به له افغانستان سره لوبې کوي.

د سرچینې له قوله دا لوبې به د اګست او سپتمبر په میاشتو ترسره کېږي.

د راپورونو له مخې په دې لوبلړۍ کې ۳  یو ورځنۍ  او ۳ نړیوالې شل اوره لوبې شاملې دي.

افغان کرکټ بورډ تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې د روان عیسوي کال په فبرورۍ میاشت کې کابل ته د عمران د سفر پرمهال د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي هم ویلي وو، چې عمران خان ورسره ژمنه کړې،چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ به د کرکټ نړیوالې لوبې ترسره کېږي.

د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ ټېسټ لوبه په نومبرمیاشت کې ترسره کېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب