پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد افغانستان او اسټرالیا ترمنځ ټېسټ لوبه په نومبرمیاشت کې ترسره کېږي

د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ ټېسټ لوبه په نومبرمیاشت کې ترسره کېږي

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۲۹مه)  د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ لوبې رسمي نېټه اعلان شوه.

افغان کرکټ بورډ وایي، چې دغه ټېسټ لوبه به د روان ۲۰۲۱م کال د نومبر میاشتې په ۲۷ مه نېټه پيل او د ډسمبر  تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.

سرچینه وایي، چې دا لوبه د اسټرالیا د هوبارټ ښار په بلن سټون کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

د سرچینې په خبره دا د افغانستان لومړۍ ټېسټ لوبه ده، چې د اسټرالیا پر وړاندې به یې ترسره کوي.

د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی وایي، اسټرالیا د کرکټ په نړۍ کې یو له غوره لوبډلو څخه ده او په خبره یې دا لوبه د افغانستان لپاره خورا مهمه ده.

د یادونې ده چې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ دغه ټېسټ لوبه ټاکل شوې وه د تېر ۲۰۲۰م کال په پیل کې ترسره شي؛ خو د کورونا وبا د محدودیتونو له امله وځنډول شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...