یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهسیګار: طالبان لا هم روغتیایي مرکزونه په نښه کوي

سیګار: طالبان لا هم روغتیایي مرکزونه په نښه کوي

تاند(چهارشنبه، د ثور ۲۹) د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ادارې (سیګار) په خپل تازه راپور کې وایي، چې طالبانو لا هم پر روغتیایي مرکزونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

راپور کې راغلي چې د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه د افغانستان په بېلو ولایتونو کې پر روغتیایی مرکزونو ۷۳ بریدونه شوي دي چې په ۷۱ هغو کې یې د طالبانو لاس بلل شوی دی.

راپور وړاندې لیکي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په ټول افغانستان کې پر روغتیایي مرکزونو ۹۰ بریدونه شوي دي او یادو بریدونو ته په کتو سږکال په دغه هېواد کې پر روغتیایي مرکزونو بریدونه شل سلنه ډېروالی ښیي.

دغې ادارې دغه راز ویلي چې د امنیتي ګواښونو له امله ګڼ صحي مراکز تړلي چې شاوخوا درې میلیونه وګړي یې له روغتیایي خدمتونو محروم کړي دي.

د راپور وروستۍ برخه کې راغلي چې که تاوتریخوالی دوام پیدا کړي نو دغه شمېر به تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب