یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهوېلسن: د تاوتریخوالي دوام به دوی افغان جګړه کې ډېرښکېل پاتې کړي

وېلسن: د تاوتریخوالي دوام به دوی افغان جګړه کې ډېرښکېل پاتې کړي

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۲۹مه) په افغانستان کې د امریکا سفیر راس وېلسن له فرانس پرس خبري اژانس سره په یوه تازه مرکه کې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر لوړې کچې اندېښنه ښودلې.

وېلسن زیاته کړې، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې وروسته نامعلوم وسله وال بریدونه او نښتې ډېرې شوي، خو په وینا یې په دې تاوتریخوالي کې تر ډېره وسله وال طالبان ښکېل دي.

نوموړی وایي، طالبانو د دوحې هوکړه ماته کړې  ده.

هغه په ټینګار سره ویلي،چې دوی به تر وتلو وروسته هم له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې افغان حکومت سره مرسته وکړي.

راس وېلسن ویلي، د امریکا وتل د افغانستان د یواځې پرېښودو په معنی نه بلکې دوی به تل په دغه هېواد کې پاتې وي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی نه دوی او نه هم نړیوالې ټولنې ته د منلو دی او که چېرته وضعیت همداسې دوام وکړي نو دوی به هم په دغه هېواد کې ډېر ښکېل پاتې شي.

هغه دغه راز په افغانستان کې د بهرنیو ترهګریزو ډلو حضور ته په اشارې ویلي،چې داعش ډله لا هم په دغه هېواد کې پیاوړی حضور لري او لا هم د یو ستر ګواښ په توګه مطرح ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب